تازه خبرونه
د خوست د سپیرې ولسوالۍ له واکسین پاتې ماشومان واکسین کیږي
په خوست کې شاوخوا ۱۷۰۰ هغو ماشومانو ته پولیو ضد واکسین کیږي، چې په تېرو کې یې کورنیو له واکسینو کولو ډډه کړې وه.
د خوست عامې روغتیا رییس داکتر حبیب شاه انصاري وایي، د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب به په پیل شوي درې ورځني کمپاین کې د دې ولایت د سپیرې ولسوالۍ پاتې ټول ماشومان واکسین شي.
د نوموړي په وینا؛ په دې دوره کي د دغه ولایت ۳۱۳ زره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کیږي.
د خوست والي حکم خان حبیبي بیا د واکسینو په تطبیق کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو پر رول ټینګار کړی او وایي، په دې اړه د دیني علماوو سپارښتنې د ډاډ وړ دي.
دیني عالم مولوي محمد عارف وایي، مونږ به د ممبر له لارې د کورنو مشران او ځوانان وهڅوو، چې د خپلو ماشومانو، وروڼو او خویندو د روغتیا او ښې راتلونکي لپاره هغوی ته پولیو ضد واکسین وکړي.
ویل کیږي، اوسمهال په افغانستان کې د پولیو پېنځه مثبتې پېښې شته، چې وروستۍ هغه یې سږ کال په کندهار ولایت کې ثبت شوې ده.
خبریال: فریدالله ظاهر