تازه خبرونه

د افغانستان د پوځ د ځانګړیو سرتېرو قطعه لوا شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د پوځ مسوولین وايي، چې ځانګړي ځواکونه د وسلوالو مخالفینو په ځپلو کې اغېزمن شوي؛ نو، ځکه یې د شمېر زیاتولو پرېکړه شوې ده.

د افغانستان ځانګړي پوځونه، چې د ملي ځواک د ملا تیر ګڼل کیږي ؛ په اړه یې چارواکو پریکړه کړې، چې د ځانګړیو ځواکونو خاصه قطعه لوا ته لوړه او دغو سرتېرو ته د ځانګړیو عملیاتو دروند پیټي ور وسپارل شي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي د ځانګړیو ځواکونو د شپنیو او نورو عملیاتو څخه خوښي ښکاره کړې او وایي، افغانستان ته ورپېښ ګواښونه څېړل کیږي او د اړتیا وړ جوړښت یې د پام وړګڼل کیږي. د تېر کال په عملیاتو کې ځانګړیو ځواکونو ښه وړتیا په ډاګه کړې او همدا لامل دی، چې ګواښونو ته په کتو یې سیاسي او پوځي رهبرۍ پرېکړه کړې، چې شمېر یې دوه برابره شي.

د نوموړي په وینا؛ ګواښونو ته په کتو به د ځانګړیو ځواکونو ځمکني عملیات او هوايي بریدونه ډېر کړي.

د ځانګړیو ځواکونو د لوا قومندان خان الله شجاع وايي، چې د دوی د شمېر زیاتیدل به د ښمن ورخطا کړي او هغوی ته به ځپونکي ګوزارونه ورکړي.

د ځانګړیو ځواکونو د قطعې پخواني قومندان جلال یفتلي په ډاګه کړې؛ هغو ، چې د خلکو وینې تویوي؛ د ځانګړیو ځواکونو له ډېریدو سره دې وپوهیږي، چې خپل قبر به پخپله وکني او په هره سوړه کې، چې پټ وي، دا ځواکونه به یې له منځه وړي.     

مسوولین وايي، چې همدا اوس اویا په سلو کې پوځي عملیات د ځانګړیو ځواکونو لخوا تر سره کیږي. که څه هم د ځانګړیو ځواکونو د سرتېرو سم شمېر ندی معلوم؛ خو له معمول سره سم په یوه لوا کې له درې زره څخه تر شپږ زرو سرتېري ځای په ځای کیږي.

افغان چارواکي په داسې حال کې د ځانګړیو ځواکونو په زیاتولو تمرکز کوي، چې د هېواد په ګڼو ولایتونو او ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو مخالفینو او داعش تر منځ سختې جګړې روانې دي.

Trending

Exit mobile version