تازه خبرونه
د جنبش روشنایي پر لاریونوالو د برید مشر مو وواژه-ملي امنیت
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان ملي امنیت ریاست د کابل د دهمزنګ په عبدالوکیل خان نورستاني څلورلاري کې د جنبش روشنایي پر لاریونوالو د ځانمرګي برید د مشر له وژلو خبر ورکوي.
دغه ریاست د شنبې په ورځ(د کب ۲۱) په ډاګه کړې، چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د لیوني بابا د اړوند سیمې په ګډو پوځي عملیاتو کې د داعش دوه قومندانان مولوي فاروقي او مولوي عبدالقیوم مشهور په شاهین خراساني وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ مولوي خراسانی په ننګرهار ولایت کې د داعش د یوې ۲۰۰ کسیزې ځانمرکې او ترهګرې ډلې د روزنې مشري کوله.
د یادونې وړ ده، چې د دهمزنګ په عبدالوکیل خان نورستاني څلورلاري کې د جنبش روشنایي پر لاریونوالو ځانمرګي برید ۸۴ کسه ووژل او له دوه سوه ډېر ټپیان شول.