بلخ @ps

د جوزجان په درزاب کې داعش د خلکو نجونې او کونډې ښځې په زور نکاح کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي ادعا کوي، چې داعش یې نجونې او کونډې ښځې په زور نکاح کوي.

د قوش تپې او درزاب ولسوالیو اوسیدونکيو په ډاګه کړې، چې د داعش تر کنترول لاندې سیمو کې سخت ځورول کیږي.

د دوی د ویناوو له مخې؛ په دې سیمو کې داعش نجونې او کونډې ښځې په زور نکاح کوي او دې کار خلک اندېښمن کړي دي.

دوي له حکومت غواړي، چې له روان حالته یې وژغوري.

د درزاب پخوانی ولسوال رحمت الله حشرویلي، چې یو شمېر ازبکستانیانو وسلوالو مخالفین له کورنیو او یو شمېر نور یې سیمې ته له کورنیو پرته راغلي وه؛ خو اوس د سیمې له نجونو او کونډو سره په زور نکاح تړي.   

د قوش تپې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان شیرعلي هم دغه ستونزه تائیدوي او وایی، کومې نجونې  او کونډې، چې په زور نکاح شوي شمېر یې پنځوس ته رسیږي.

 د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه صدفوایي، داعشیانو له خلکو غوښتي، چې څوک په کور کې نجونې او کونډې لري؛ نو پر کورونو دې د دوی رپي ورپوي.       

د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجانی وایي، په درزاب او قوش تپې ولسوالیو کې د داعشیانو شمېر درې سوه ته رسیږي.

هغه زیاتوي، د داعشیانو په لیکو کې ازبکستانيان، فرانسویان، ایرانیان او چیچنیایان هم شته.

د هغه په وینا؛ داعشیانو دوه نجونې، چې له کوره تښتولې وې، اوس یې په نکاح کړي دي.

د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري وایي، که مرکزي حکومت ژر پاملرنه ونه کړي، لوی ناورین به را منځته شي.

په درزاب او قوش تپې ولسوالیو کې تل د پوځي عملیاتو د تر سره کیدو خبره کیږي؛ خو تر اوسه عملاً عملیات نه دي پیل شوي.

Trending

Exit mobile version