تازه خبرونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین له ځانګړي استازي سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن سهار د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي ښاغلي دینګ شي زون سره ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لوریو د سیمې د سوکالۍ او د امنیتي لرلید د اهمیت په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، همکاریو او سیمه ییزو ګټو د اړوند مسایلو او اندېښنو په اړه خبرې اترې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د سولې او امنیت راوستلو په برخه کې د چین له هلو ځلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ له دوستانه اړیکو ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې چین د افغانستان د سولې او ثبات په اړه ډېرې هڅې کړي؛ خو تر دې دمه یې کومه د ټینګار وړ پایله نه ده لرلې.

Trending

Exit mobile version