Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ګډ عملیاتي پلان هوکړه شوې- احمدي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي؛ کابل او اسلام آباد هوکړه کړې، چې له وسلوالو طالبانو، حقانې شبکې او داعش سره د مبارزې لپاره یو عملیاتي پلان جوړ او په دې موخه به یو افغان پلاوی اسلام آباد ته سفر وکړي، چې یاد پلان وروستی شي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي د وروستي سفر په لړکې کابل اواسلام آباد هوکړه کړې، چې له سخت دریځو سره د مبارزې لپاره به پر یوه پراخ عملیاتي پلان کار کوي.

د ښاغلي احمدي د څرګندونو له مخې؛ پاکستان منلې، چې وسلوال طالبان او حقانې شبکه ترهګرې ډلې دي او دواړه هېوادونه به یې پرخلاف ګډه مبارزه وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي زیاتوي، چې د یاد پلان له مخې د وسلوالو طالبانو، داعش او حقاني شبکې په وړاندې ګډه مبارزه د افغانستان او پاکستان په لومړیتوبونو کې راغلې  ده.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون رییس میرداد نجرابي وایي؛ پاکستان هڅه کوي، چې د بریدونو په تر سره کولو خپل ځواک وښیي؛ خو افغان ځواکونه یې په وړاندې فزیکي هڅې کوي.

د نوموړي په وینا؛ پېښې باید په استخباراتي بڼه تر څېړنو لاندې ونیول شي.

په تېرو څو اوونیو کې پر پلازمېنه کابل څو خونړي بریدونه تر سره شوي او افغان امنیتي مسوولین پرې اوس هم څېړنې کوي، چې بریدګر څنګه وتوانیدل د پلازمېنې په تر ټولو خوندې سیمو کې پر بریدونو بریالي شي.

د کورنیو چارو وزارت دویاند مرستیال نصرت رحیمي څرګنده کړې، چې پر کانتیننتال او صدارت څلورلاري د برید په تور پېنځه پېنځه کسه نیول شوي دي؛ خو دا، چې څنګه دغو سیمو ته رسیدلي تر دې دمه روښانه شوې نه ده. ترهګر ځانونه بدلوي، چې همدې ستونزې یې د مخنیوي مخه ډپ کړې ده.

افغانستان د دغو خونړیو بریدونو تر شا د پاکستان لاس ګڼې او اسلام آباد ته یې ځینې داسې سندونه سپارلي، چې ښيې بریدونه په پاکستان کې تنظیم شوي دي.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.

په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!