تازه خبرونه

د امریکا لوی د رستیز د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لوی درستیز جوزف دانفورد د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې پر ورځ کابل ته رسیدلی، چې په افغانستان کې د افغان او خپلو پوځونو په مقابل کې د طالبانو مقاومت او د جګړې مثبت او منفي اړخونه وارزوي.

ویل کیږی، چې له دې پوځي پلاوي سره د دغه هېواد استخباراتي چارواکي او د پوځي ستراتیژۍ او لوژیستیک کارپوهان هم مل شوي دي.

ښاغلي دانفورد سفري خبریالانو ته ویلي: زه غواړم؛ د جګړې د ډګر له خپلو هغو برحاله سلاکارانو سره لیدنه ولرم، چې د جګړې په ډګر کې هره ورځ له افغانانو سره کار کوي او غواړم وپوهیږم، چې مونږ د کار کومې پایلې ته رسیدلي یو.

د پنتاګون په ګزارش کې دا هم راغلي، چې د پلاوي نور چارواکي به د افغانستان بېلابېلو برخو ته د کره معلوماتو د راټولولو لپاره ولاړ شي او په پای کې به جنرال دانفورد د راتلونکیو ننګونو او ستونزو بشپړ انځور تر لاسه کړي.  

ویل کیږي، چې د امریکا دغه لوړ پوړی چارواکی به په افغانستان کې له افغان او امریکایي لوړپوړیو چارواکو سره هم وګوري؛ خو د دغه سفر موخه د هغو امریکایي پوځيانو لیدنه ده، چې د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونو ته ښوونیز او مشورتي ملاتړ برابروي.

جنرال دانفورد د خپل سفر په اړه وویل: د اوسنیو مشورتي هڅو تر څنګ غواړم د کمپاین پلان ته( د ترهګرۍ ضد) چې د راتلونکیو میاشتو لپاره به کوم کارونه تر سره کوي، یو ښه احساس ولرم.

هغه وایي: غواړم د هغو چارو پر ګټورتوب وپوهیږم، چې په راتلونکیو میاشتو کې تر سره کیږي او دغه راز به د افغانستان د ستراتیژۍ د پلي کیدو په اړه، چې کوم پړاو ته رسیدلي یو هم خبرې اترې ولرم.

هغه دغه راز ویلي، چې غواړي د دغه کمپیاین د تر سره کولو له سرچینو بشپړ ډاډ تر لاسه او د افغان حکومت د روغې جوړي پر پلان هم ځان وپوهوي.

جنرال دانفورد په افغانستان کې د ۲۰۱۳ له فبرورۍ څخه د ۲۰۱۴ کال تر اګست پورې د ناتو ځواکونو قومندان و او د دې هېواد وګړي ښه پېژني.

Trending

Exit mobile version