Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا د سولې استازی په کابل کې له خبرو وروسته مسکو ته روان شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې له تمکیدو او د حکومت له چارواکو سره له خبرو وروسته د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۵) له غرمې مخکې کابل ته راورسید او د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره له خبرو وروسته د مسکو پر لوري روان شو. 

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اشرف غني د پنجشنې پر ورځ له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې تر سره شوه؛ اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.

داکتر خلیلزاد ولسمشر ته په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او سیمې ته یې د خپلو راتلونکیو سفرونو په اړه هم خبرې وکړې.

ولسمشرغني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو و زارت ځانګړي استازي هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه، چې افغان حکومت په ژنیو کنفرانس کې د سولې په اړه خبرې کوونکي کسان اعلان کړل او په افغانستان کې د سولې د خوندي کولو لپاره مونږ ټینګه اراده لرو.

افغان ولسمشر دا هم ویلي، د سولې ګډې هڅې باعزته او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې  له موږ سره مرسته کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې ښاغلی خلیل زاد د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره له لیدنې وروسته  غرمه مهال د سولې خبرو لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته ولاړ.

زلمي خلیلزاد لدې د مخه پاکستان ته سفر درلود او د هغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او نورو لوړ پوړو چارواکو سره پر افغان سوله غږیدلی دی.

د افغان سولې په اړه دا د زلمي خلیلزاد درېیم سفر دي، چې سیمې ته یې تر سره کوي.

که څه هم طالبان لا تر اوسه نه دي حاضر شوي، چې له دولت سره خبرو ته کیني؛ خو د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، اوس د تېر په پرتله طالبان له دولت سره خبرو ته هیله من شوي او لکه څنګه، چې مونږ د مرکچي پلاوي نوملړ اعلام کړی؛ دوی هم باید ژر د خپل مرکچي پلاوي نومونه په ډاګه کړي.

طالبانو مخکې ویلي وه؛ د خبرو لوری یې امریکا دی، نه افغان حکومت. دا هغه څه دي، چې کولی شي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو مساله تر پوښتنې لاندې راولي.

یوشمېر سیاسي څېرو څرګنده کړې، چې له هرې ممکنه لارې څخه په استفاده باید طالبان روغه وکړي او د پخلاینې لپاره دولت هم قرباني ورکړي.

د افغانستان د اسلامي نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وایي: طالبان اوس پوه شوي، چې څه وخت او له چاسره خبرې وکړي. دغه راز هغوی ښاغلی خلیلزاد د امریکا د استازي په توګه منلی دی او ورسره د سولې خبرې کوي.          

داسې باور هم کیږي، چې که د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ نه وي، ممکن د جګړې پر پای اغېز ولري.

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند رییس عبدالحکیم منیب وایي:  د افغانانو له حاکمیت پرته به سوله د جنګ د پای ته رسیدو معنا ونلري او ښکېلې خواوې باید دا په نظر کې ونیسي.       

حکومت د خلیلزاد رول ګټور بولي او  نور ډېر لوري یې؛ ځکه ګټور ګڼي، چې طالبانو هم څو ځله په قطر کې له ده سره کتلي دي.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي: خلیلزاد کولی شي د سولې خبرې آسانه کړي او له شک پرته نوموړی په دې خبرو کې اغېزمن دی.            

پاکستان ته د زلمي خلیلزاد له سفر دوه درې ورځې مخکې ترمپ د هغه هېواد لومړي وزیر ته په یوه استول شوي لیک کې غوښتي وه، چې طالبان د سولې خبرو میز ته حاضر کړي او پدې اړه همکاري وکړي.

ټاکل شوې، چې خلیلزاد به د مسکو  له سفر وروسته د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د سولی هڅو سره همهاله دناتوسرمنشی هم د ترهګرو د تحرکاتو ترختمیدو په افغانستان کي د خپلو سرتېرو پر شتون ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

روسیې په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته چمتووالی څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څرګنده کړې، چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته چمتو دی.

د ماریا زاخارووا په خبرپاڼه کې راغلي؛ روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د چارسمبالي حکومت د غوښتنې په صورت کې به له افغانستان سره مرستې وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ (د غویی څلیریشتمه) په بغلان او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سختو بارانونو له کبله د ویجاړوونکي او مرګوني سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

ماریا زاخارووا ویلي: د دې طبیعي ناورین په مناسبت د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. مونږ د قربانیانو له خپلوانو او دوستانو سره خپله خواخوږي څرګندوو.

له دې مخکې ایران، ترکیې، قطر او یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، سیلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په شمال کې یو شمېر کلي ویجاړ کړي او تر اوسه یې له ۳۱۵ ډېر کسان وژلي دي.

ویل کیږي، چې د ماشومانو د ژغورنې بنسټ اعلان کړی، چې په بغلان کې وروستیو سیلابونو د ۸۰ زره کسانو ژوند اغېزمن کړی او ۱۲ زره کورونه یې ویجاړ کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

په ننګرهار ولایت کې د یوه کانال د جوړولو کار، چې د جاپان د یوه مرستندویه کارکوونکي تیتسو ناکامورا له خوا پیل شوې وه ترسره او بشپړه شوه.

جاپانی الاصله افغان ډاکټر تیتسو ناکامورا، چې په افغان ټولنه کې کاکا مراد یاد شوی؛ هغه څېره ده، چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اوبو د مدیریت او ځمکو خړبولو لپاره ډاډمنې هڅې کړي او نوم یې پر زرین خط لیکل شوی دی.

ډاکټر تیتسو ناکامورا په ننګرهار ولایت کې د شاړو ځمکو د خړوبولو، د څښاک د پاکو اوبو رسولو او د اوبو دزیرمه کولوو او کانالونو د جوړیدو په برخه کې کارونه کړي دي.

د جاپان د سولې طبي خدمتونو يا PMS  اداري مسوولینو ويلي؛ د ناکامورا له مرګ وروسته ټولې نیمګړې پروژې بشپړې شوې؛ خو فعالیتونه يې اوس هم روان دي، چې تازه يې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د بالا‌کوټ کانال ګټي اخستنې ته سپارلی دی.

نوموړي په ننګرهار کې هغه مهال درې روغتيايي کلينکونه جوړ کړل، چې اوسمهال يې شمېر ۱۰ کلينکونو ته رسېږي.

یاد ډاکټر تر مرګه پورې له ۱۶۰۰ زياتې د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې کيندلي او د خلکو د بې‌وزليو، د ناروغیو د مخنيوي او اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د چاپېريال د زرغونولو هڅې پیل کړې.

نوموړي په ۲۰۰۳ ز. کال کې د کونړ له سينده د ننګرهار کوز کونړ يا ښېوې ولسوالۍ ته د يوه ۲۵ کيلومټره کانال (چې وروسته مرواريد ونومول شو) کار پیل کړ، چې سلګونه زره جريبه ځمکه يې خړوبه او زرغونه کړه.

دغه راز وروسته بیا په دې ولسوالۍ کې د ناکامورا پر نوم يو تفریحې پارک او تحقیقاتي فارم جوړ شو، چې پر درې سوه اووه شپېته جریبه ځمکه يې مالټې، لیمو، خرما او نور زینتي نیالګي کېنول.

ناکامورا له لغمان څخه د رالګېدونکیو موسمې بادونو د مخنیوي لپاره څلورنیم کیلومټره شين کمربند جوړ کړ اووه سوه پنځوس زره نیالګي یې په کې کینول او سلګونه بې روزګاره وګړو ته یې د کار زمینه برابره کړه.

له ډاکټر تیتسو ناکامورا سره په دغه کارونو کې بوخت د وخت کارګر يې فعالیتونه ستايي او وایي، چې خپله يې له کارګرو سره وخت ناوخت کار ته اوږه ورکوله او هغوی ته يې د هېواد د ابادولو سپارښتنې کولي.

ناکامورا نه يوازي په کوز کونړ ولسوالۍ کې بلکي په کامه ولسوالۍ کې هم د شاړو ځمکو د آبادولو لپاره د کونړ له څپاند سیند څخه اوبه رابېلې کړې دي.

د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د ډاکټر ناکامورا کړنې ستايي او د PMS  مرستندویه ادارې له مسولینو غواړي، چې د ناکامورا لار تقیب او د دغه ولایت پاتې شاړې دښتې، غرونه او رغونه هم زرغون کړي.

د ناکامورا کانال پېنځه کیلومټره اوږدوالی، دوه اتیا زره مټره مکعب اوبه زیرمه کوي.

ډاکټر ناکامورا ته د جمهوري نظام د ولسمشر له لورې تابعیت هم ورکړ شوی و.

ډاکټر تیتسو ناکامورا پر ۲۰۱۹ میلادي کال د جلال‌آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ناڅرګنده وسله‌والو له لورې هغه مهال پر ډزو ووژل شو، چې په خپل موټر کې له دفتره د کار سیمې ته روان و.

تراوسه د هغه د وژل کیدو علت او د قاتلینو هویت ندی څرګند شوی.

د یادونې ده، چې دغه چاپانۍ مرستندویه اداره اوس هم د اوبولو لګولو تر څنګ په روغتیایي، کرنیزو، مالدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې هڅې ترسره کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د روزګان پولیسو ويلي، په دې ولایت کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله وژل شوی دی.

د دې ولايت امنيه قومندانۍ وياند حضرت بلال روزګاني زیاته کړې، چې دا پېښه د سې شنبې پر ورځ سهار شاوخوا لس بجې د دې ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د خرما په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د روزګاني د څرګندونو له مخې، دا پېښه د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چې په دې پېښه کې يو بل کس ټپي شوى دى.

 

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!