تازه خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د رڼو ټاکنو تر سره کول غوښتي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني سره په تیلیفوني خبرو کې د رڼو ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د ولسمشرۍ ټاکنې باید له هر ډول درغلیو لیرې وي، چې مشروعیت یې وساتل شي او د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ وي.

د ولسمشرۍ ټاکنو په را نږدې کیدو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني سره په تیلیفوني خبرو کې د رڼو ټاکنو د ترسره کولوغوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې له نوماندانو او د ټاکنو له تر سره کوونکیو بنسټونو څخه د امریکا د متحده ایالتونو تمه دا ده، چې ټاکنې باید له هر ډول درغلیو پاکې تر سره او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې رانشي.

د امریکا متحده ایالتونه دغه راز د طالبانو، داعش او نورو ترهکرو ډلو ګواښونه، چې خلک له رای ورکولو را ګرځوي، هم غندي.  

ټاکنڅاري بنسټونه له تخنیکي ستونزو  اندېښمن دي او په دې بهیر کې د احتمالي درغلیو خبرداری ورکوي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ هڅې کیږي، چې ټاکنې په روڼ ډ‌ول تر سره شي.

مخکې له دې ځینو نړیوالو بنسټونو لکه اروپایي ټولنې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان سیاسي استازولۍ او د ځینو هېوادونو سفارتونو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روڼتیا د تامین غوښتنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version