تازه خبرونه

د غویی لسمه د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ ورځ ونومول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون د کابل په شش درک کې پر خبریالانو د برید د غندلو تر څنګ د یو پرېکړه لیک په لوستلو د غویی لسمه د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ ورځ ونوموله.

د کابل په شش درک سیمه کې د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۱۰) د داعشیانو دوه خونړیو بریدونو د ۹ خبریالانو خوږ ژوند واخیست او شپږ نور ټپیان شول، چې نن یې په کابل کې جنازې وشوې او خاورو ته وسپارل شول. 

دا لومړی ځل دی، چې خبریالان د یوې پېښې د پوښښ پر وخت د یوې ترهګریزي پېښې ښکار کیږي. په دې برید کې ۹ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي، چې وژل شوي هر یو؛ غازي رسولي د یک تلویزیون خبریال د پروان په سیدخېلو کې خاپوړې کړې وې او د ژونالیزم پوهنځي یې لوستې و او له څلور کلونو راپدیخوا یې د خبریال په توګه په کې کار کاوه، نوروز علي رجبي د یک تلویزیون انځور اخیستونکی شپږویشت کلن تنکی ځوان و، چې له ۵ کلونو راپدیخوا یې د کمرې پر مټ د روانو حالاتو انځور وړاندې کاوه؛ په یک تلویزیون کې یې د دندې یو کال کیده او یو کال مخکې یې واده کړی و، عبادالله حنانزي د آزادۍ رادیو خبریال د زهرو کاروان خپرونه چلوله؛ ژورنالیزم یې لوستی، واده یې کړی و او له ۴ کلونو راپدیخوا یې په آزادۍ رادیو کې دنده تر سره کوله، محرم درانۍ د آزادۍ راديو خبریالې د کابل پوهنتون شرعیاتو محصله وه او تازه یې د خبریالې په توګه دنده پیل کړې وه، سباوون کاکړ د آزادۍ رادیو تصویر اخیستونکي له څو کلونو راپدیخوا په آزادۍ راديو کې دنده تر سره کوله، چې په ټپي حالت کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته ولیږدول شو؛ خو ژوند ور سره یاري ونکړه او په روغتون کې ساه ورکړه، یار محمد توخي د طلوع نیوز تکړه انځور اخیستونکی او له کلونو راپدیخوا یې په دې تلویزیون کې دنده تر سره کوله، شاه مری فیضي د فرانسې خبري آژانس انځور اخیستونکي دوه کاله د مسلکي انځور اخیستونکي په توګه دنده تر سره کړې او ۶ اولادونه ترې پاتې شول، سلیم تلاش د مشعل تلویزیون خبریال د افغانستان د آزادو خبریالانو ملاتړ بنسټ د دوه کلنو زدکړو پروګرام لوستی و؛ له یو کال راپدیخوا یې د خبریالۍ دنده تر سره کوله او یوه میاشت مخکې یې کوژدنه کړې وه او علي سلیمي له کلونو راپدیخوا یو ښه انځور اخیستونکی پاتې شوی و؛ خو په مشعل تلویزیون کې یې د کار یوازې یوه اوونۍ تېره شوې وه.

نن دوشنبه د سهار اته بجې د کابل د شش درک په اړوند سیمه کې دوه بېلابېلو چاودنو دا شنه سیمه ولړزوله، چې د دغو ۹ خبریالانو په ګډون یې لږ تر لږه له ۲۵ کسانو خوږ ژوند واخیست او له۴۰ ډېر یې ټپیان کړل.

دغه راز نن په خوست ولایت کې د بي بي سي خبریال احمد شاه هم ترور شو او تېره ورځ په کندهار کې يو خبریال وژل شوی و.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په کابل کې پر خبریالانو شوی برید بشري جنایت وباله او پر امنیتي ارګانونو نیوکه کوي، چې د خبریالانو د ژوند خوندي کولو لپاره جدي هڅې نه کوي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version