تازه خبرونه
د حکومتي مشرانو اختلافونه حل شوي نه دي
د ملي وحدت حکومت مشران نه دي توانیدلي چې په ملي مسایلو کې د وروستیو درې کلونو اختلافونه پای ته ورسوي او دې اختلافونو د ملي کړکیچ له ودې سره مرسته کړې ده.
د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې د دې سبب شوې، چې د ملي وحدت حکومت جوړ شي. په پیل کې هیلې دا وې، چې ممکن په دې حکومت کې چارې ښې تر سره شي؛ خو هسې ونه شول او د حکومتي مشرانو ډېر وخت پر ناندرو او لانجو تېر شو.
ځینې خبریالان او قانون جوړونکي وایي؛ حکومت په خپلو چارو کې، ځکه ناکام دی، چې حکومتي مشرانو هغسې، چې په کار وه چارې نه دي تر سره کړي.
خبریال پرویز کاوه وایي: حکومتي مشران باید هڅه ونکړي، چې د خلکو ملي او سترې ګټې له خپل ځانګړي ټاکنیز بهیر، قومي او سمتي هڅو ځار کړي. دا کار درزونه رامنځته کوي، اختلافونه پیدا کوي او په پای کې د ملي بهیر د ناکامۍ لامل ګرزي.
تر ټولو ستر اختلافونه، چې ملي بهیرونه یې له بندون سره مخ کړل او د خلکو تر منځ د ژور درز سبب شول د چارو کارپوهانو په باور دادي: د ملي وحدت حکومت وېشل، د حکومت د کابینې جوړول، چې تر اوسه نه ده بشپړه شوې، ټاکنیز سمونونه، چې تر اوسه پرې نیوکې کیږي، د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه، د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې جوړېدل او په تر ټولو تازه پېښه کې د برښنایي تذکرو وېش، چې دغه چاره د اجرائیه رییس له مخالفت سره مخ شوه.
د ولسي جرګې غړی قیوم سجادي وایي: همدا اوس د هېواد په سیاسي ځواک کې ولسمشر او اجرائیه رییس د ۵۰ سلنې واک غوښتونکي دي او تعارض او استطکاک غزوي. تاسې د ولس استازي باید دغه تعارض او تسطکاک نور ونه غزوئ.
دې مواردو هم خلک اندښمن کړي او د هغوی پر ژوند یې سیوری غوړولی دی.
محصل حفیظ الله وایي: هغه خلک، چې په افغانستان کې دننه زدکړې کوي ډېر ناهیلې دی. په کابل پوهنتون کې دمګړۍ مونږ خپلې غوره راتلونکي ته هیڅ هیله من نه یو.
محصل احمد نایب وایي: د یوه رهبر دنده د خلکو نږدې کول دي، نه بېلول او کرکه رامنځته کول. د دغو مشرانو لومړنی کار د خلکو بېلول او تر منځ یې کرکه او اختلاف رامنځته کول دي.
د اساسي قانون له مخې؛ د پېنځم کال د غبرګولي په میاشت کې د حکومت کاري موده پای ته رسیږي، چې د ځینو کارپوهانو او خبریالانو په باور حکومت د ځینو جنجالي پروګرامونو له وړاندې کولو سره یو ځل بیا غواړي په ټاکنو کې د خلکو رایې او زړونه تر لاسه کړي.
خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
کابل ته د ترکیې د هوايي شرکت الوتنه ترسره شوه
د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د څرګندونو له مخې؛ له څه باندې درې کلن ځنډ وروسته نن سهار سې شنبه د غبرګولي دوهیمه د ترکیش هوايي شرکت الوتکه کابل ته راورسېده.
په هغو مراسمو کې، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او ادراي مرستیال حافظ صدیقالله عابد، د هوايي ډګرونو لوی رییس الحاج عبدالستار غروال، د ترکیې سفیر جنک اونال او د وزارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود ویل شوي، چې د کابل او استانبول ترمنځ به هره اوونۍ څلور الوتنې ترسره کیږي.
د خصوصي سکتور ځیني غړي افغانستان ته د لویو هوايي شرکتونو پر راتلو خوښي ښیي او څرګندوي؛ د ترکیې، عربي اماراتو، دبۍ او هندوستان په ګډون هېوادونه دې افغانانو ته د ویزې د ورکړي په برخو کې اسانیتاوې برابرې کړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزی ویلي: مونږ خوښ یوو، چې په هېواد کې مو د نړۍ معتبرهوايي شرکتونه پروازونه کوي؛ خو هغه هېوادونه، چې افغانستان ته الوتنې کوي افغانانو ته باید ویزې ورکړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
دوی وایي؛ که د نړیوالو هوايي شرکتونو لهخوا افغان صادارتو لپاره د کارګو خدمتونه پراخ شي؛ د هېواد وچه او تازه میوه به د نړۍ مارکیټونو ته په منظم ډول او پرټاکلې وخت ورسیږي.
ویل کیږي، چې د یاد هوايي شرکت د الوتنو له پیلېدا سره به ترکیې هېواد ته د افغان مسافرو لپاره د سفر پر اسانتياوو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي ټرانسپورټ او سوداګریزې اړیکې هم پراختیا ومومي.
تازه خبرونه
په کابل ښار کې د کمانډو ځواکونو مرکز پرانیستل شو
د کابل په ګارنیزون کې د لومړي ځل لپاره تېره ورځ د ملي اسلامي اردو د ځانګړیو ځواکونو (کمانډو) د لومړي کنډک قومندانۍ مرکز پرانیستل شو.
دفاع وزارت په ایکس پاڼه کې زیاته کړې، چې د دې وزارت اړوند چارواکو د ډاډمن امنیت د خوندي کولو لپاره په نورو ولايتونو کې هم د ورته مرکز له پرانستلو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي، چې ځانګړي ځواکونه پر عصري او پرمختللیو وسلو سمبال او مسلکي روزنه یې لیدلې، چې په هر ډول شرایطو کې به خپله دنده ترسره کوي.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې سېلاب ځپلیو ته ۴۰۰ زره یورو ځانګړې کړې
اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې له سېلاب ځپلیو سره یې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۴۰۰ زره یورو ( څه باندې ۳۰ میلیون افغانۍ) ځانګړې کړي دي.
د دې بنسټ د نننۍ (سې شنبه د غبرګولي لومړۍ ) خبرپاڼې له مخې؛ يادې مرستې به د اکتيډ او ډاکار موسسو لهخوا وړاندې شي، چې په کې نغدو پيسو، پاکو اوبو او پاکوونکیو توکو ته لاسرسي شته دی.
اروپايي ټولنې دا يادونه هم کړې، چې له ۱۹۹۴ ز. کال راپدیخوا يې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې مالي مرستې کړي او تر اوسه يې نږدې یو اعشاریه اته ميليارډ يورو مرسته کړې ده.
دغه راز دې ټولنې یوازې تېر کال د بشري مرستو په برخه کې ۱۵۹ میلیون یورو مرسته کړې. سربېره پر دې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا د ۳۵ الوتنو له لارې افغانستان ته ۱۶۰۰ ټنه مرسته رالېږلې ده.
-
سوداگري5 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
لوبی3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
تازه خبرونه5 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
نړۍ2 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
تحول5 days ago
تحول: د چین له سفیر سره د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال لیدنه
-
څار5 days ago
څار: د افغانستان په اړه سیمهییزه اجماع
-
روغتيا2 days ago
قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړهلیک لاسلیک کړ