Connect with us

تازه خبرونه

د انډونیزیا په زلزله کې نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د انډونیزیا چارواکو په ډاګه کړې، چې د تېرې ورځې په سهارنۍ زلزله کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان دي.

په اندونیزیا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي: دغه زلزله، چې ژوروالی یې په ځمکه کې لس کیلومتره ښودل شوی؛ ځواک یې د رښتر ۷ درجې و، چې نه یوازې یې سیاحتي جزیره لومبوک پوره لړزولې، بلکې ټکانونه یې په بلې سیاحتي جزیره بالي کې هم احساس شويدي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې دې زلزلې ډېر مالي زیانونه هم رامنځته کړي دي.

اړوند ادارې زیاته کړې، چې په زلزله ځپلې سیمه کې برېښنا پرې شوې او مرستندویه چارې له ستونزو سره مخ دي.

دغې ادارې دا هم ویلي، چې د زلزلې د قربانیانو شمېر کیدی شي له دې هم ډېر شي؛ ځکه، چې ژغورونکې ډله یو شمېر سیمو ته نده رسیدلې.   

Advertisement

تازه خبرونه

د جرمني پولیسو یو افغان له برید وروسته پر ډزو وواژه

Published

on

(Last Updated On: )

د جرمني پولیسو د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې یې یو افغان له هغې وروسته پر ​​ډزو وواژه، چې خپل یو هېوادوال یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.

د اسوشیېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دې پېښه کې دغو درې ټپي کسانو د برید پر مهال د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال سیالیو د پرانستونکې لوبې ننداره کوله.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ برید کوونکی ۲۷ کلن و، چې د جمعې پر مازیګر یې په ویلمیراشت ښار کې لومړی پخپل ۲۳ کلن هېوادوال د چړې کوزارونه وکړل.

دغه سړي بیا درې آلمانبان په داسې حال کې ټپیان کړل، چې د یوه کور په حویلی کې یې د جرمني- سکاټلنډ د فوټبال لوبې ننداره کوله؛ د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې ښودل شوی دی.

پولیسو ویلي، چې دغه کس پر پولیسو هم برید کړی دی؛ دوه پولیس افسرانو پرې ډزې وکړې او هغه په ​​روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

تر اوسه د دغه برید انګیزه معلومه نده.

د آلمان د ساکسن – انهالټ ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ایالت کې د پولیسو حضور ډېر شوی دی.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

له ټولې نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو- د اسلامي امارت رهبر

Published

on

(Last Updated On: )

د لوی اختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام ویلي، چې لنډمهالي حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګولو غوښتونکی دی.

نوموړي په دې اړه ویلی: اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.

د اسلامي امارت مشر له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ساتنه او خدمت وکړي.

د پیغام په یوه برخه کې راغلي، چې واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت د ټولو افغانانو امنیت او حقوق خوندي مړي، اسلامي شریعت پلی دی او د هېواد له خاورې ساتنه کیږي.

نوموړي په دې اختریز پیغام کې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو د پرانستې په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ديني مدرسو د پراختيا په برخه کې د لازمو تدابير له نيولو ډاډ څرګند کړې دی.

دغه راز نوموړي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.

همدا راز د اسلامي امارت رهبري پلاوي د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې له زیانمنو شویو سره له هر ډول همکارۍ او مرستې څخه ډډه ونکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د یړک غاړې خوړو په اړه ځانګړی راپور

Published

on

(Last Updated On: )

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!