تازه خبرونه
د تېلو او ګازو تصدۍ ريیس پر ځان لګیدلي تورونه رد کړل
څو ورځې مخکې د تېلو او ګازو د تصدۍ یو شمېر کارکوونکیو د دې له کبله لاریون وکړ، چې په وینا یې د تصدۍ ريیس په اداري فساد کې لاس لري او ډېر کسان یې په غیر شفاف ډول په لوړو پوستونو کې ګومارلي دي.
د تېلو او ګازو تصدۍ ريیس وايي، چې هیڅ مامور یې له دندې نه دی ګوښه کړی؛ خو د چارو د سمون لپاره ځيني مامورین له یوې ځانګې بلې ته تبدیل شوي دي.
نوموړي هغه تورونه هم رد کړل، چې ګواکي خپلوان یې په لوړو پوستونو او لوړو معاشونو ګومارلي دي.
د تېلو او ګازو تصدۍ ريیس ولید تمیم وايي، چې هیڅوک پرې د لګیدلو تورنو ثبوت نلري.
دی زیاتوي، چې له فساد سره د مبارزې په لړ کې یې پېنځه شپېته میلیون افغانۍ سپما کړې دي.
د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیاڼوال وايي، چې د تېلو او ګازو تصدي په فساد کې ډوبه ده.
هغه زیاته کړې، چې د بې کیفیته نفتي توکو د قاچاق او وارداتو په مخینوي کې یې هیڅ کار نه دی کړی.
ښاغلی ولید تمیم په ډاګه کړې، چې په بندرونو کې یې څارونکي پلاوي پر دندو ګومارلي، چې د بې کیفیته توکو د تورید مخنیوی وکړي.
ده هغو کسانو ته، چې په خصوصي توګه تېل واردوي هم خبرداری ورکړ، چې د تېلو معیار او کیفیت په پام کې ونیسي.