Connect with us

تازه خبرونه

د سولې مشورتي جرګې رخصتیو خصوصي سکتور زیانمن کړی

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په کابل کې د سولې مشورتي جرګې لپاره وروستیو رخصتیو خصوصي سکتور او کابل ښاریانو ته میلیونونه افغانۍ تاوان اړولی؛ خو ولسمشر د مشورتي لویې جرګې په پای کې له خلکو او خصوصي سکتور بښنه غوښتې ده.

د سوداګرۍ خونه ټینګار کوي، چې خصوصي سکتور او خلکو ته دې جرګې میلیونونه افغانۍ تاوان اړولی او بښنه غوښتنه یې درد نشي دوا کولی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې دولت باید د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي؛ دا سمه ده، چې جنګ دی او ستونزې دي، خو بښنه هم د خلکو د درد درملنه نده.    

په کابل کې د تازه میوو د سوداګرو د ټولنې رییس اختر محمد احمدي ویلي، پلور مو له سل سلنې شل سلنې ته راټیټ شوی دی؛ بازارونه تړل شوي وه او ټول پلورونکي زیانمن شوي دي.

د کابل د تازه میوې په مارکیت کې زرګونه ټنه تازه میوې او سبزي پلورل کیږي؛ خو په وروستیو رخصتیو کې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ  تاوان اوښتی او دوی له حکومته د تاوان غوښتنه لري.

د تازه میوې پلورونکی عبدالله ویلي، په یوه اوونۍ رخصتي کې یې ډېر تاوان کړی؛ د لارو بندیدو د دوی  ډېر مالونه خراب کړي او حکومت دې تاوان ورکړي.

د یوې اوونۍ رخصتیو په کابل کې اقتصادي فعالیتونه په ټپه ودرول او ډېرو کورنیو تاوان وکړ.

خبریال: سمیع جهش

تازه خبرونه

د ALIPH نړیوالې مؤسسې استازو د کلتوري پروژو د دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.

Published

on

د ALIPH ( د کلتوري میراثونو د ساتنې نړیوالې ټولنې یا الف نړیوالې ټولنې) استازو په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر له مرستیال عتیق الله عزیزي سره په لیدنه کې د دې وزارت فرهنګي هڅې ستایلي او د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه یې وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.

یادو استازو د لوګر ولایت د مس‌عینک سیمې د آثارو د خوندیتوب او تحکیماتي هڅو، په بامیان کې د یو شمېر پروژو، د غور ولایت منار جام د ساتنې، د هرات د منارونو، د کابل بالاحصار او په نورو ولایتونو کې د تر کار لاندې پروژو یادونه کړې او دا یې د پام وړ بللي دي.

د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي افغانستان ته د یاد بنسټ استازو له راتګ هرکلی کړی او د افغانستان د کلتوري او لرغونو میراثونو د پیاوړتیا او خوندیتوب په برخه کې یې د دې بنسټ هڅې او ملاتړ اړین وباله.

عزیزي ویلي؛ له لسیزو وروسته، په لومړي ځل داسې زمینه برابره شوې، چې د افغانستان د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو ساتنه وشي؛ نو له نړیوالو بنسټونو تمه ده، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته د هېواد د کلتوري میراثونو او تاریخي ابداتو په استحکام او خوندیتوب کې اغېزمن رول ولوبوي.

ویل کیږي، چې د الف نړیوال بنسټ استازو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د نږدې، منظم او اغېزمن کار او همغږۍ لپاره پر یو روښانه میکانیزم او چوکاټ رامنځته کولو ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

دغه موضوع د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر نورالدین عزیزی او د ازبکستان د قره‌قالپاقستان د عالي شورا د رییس امانبای اورینبایوف ترمنځ په مزارشریف ښار کې د لیدنې پر مهال وړاندې شوې ده.

Published

on

افغانستان له ازبکستان څخه غوښتي، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ترمذ په سرحدي بازار کې د همغږۍ او اړیکو یو دفتر رامنځته کړي.

دغه موضوع د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر نورالدین عزیزی او د ازبکستان د قره‌قالپاقستان د عالي شورا د رییس امانبای اورینبایوف ترمنځ په مزارشریف ښار کې د لیدنې پر مهال وړاندې شوې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پنبې، ډبرو سکرو، د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو او د خوراکي توکو د تولید، ساختماني توکو، ګرځندوی، د درملو تولید، د معدني توکو پروسس او په مهمو اقتصادي برخو کې د ګډو پروژو په اړه خبرې وکړې.

ازبک چارواکو خبر ورکړی، چې د صادراتو د ملاتړ او سیمه‌ییزو بازارونو ته د ښه لاسرسي لپاره به په روسیه، قزاقستان او قرغېزستان کې د سوداګرۍ خونې جوړې کړي.

ویل کیږي، چې ازبک پلاوي د خپل سفر پر مهال په مزارشریف ښار کې د خپل هېواد د ملي تولیداتو یو نندارتون هم پرانیستی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان افغانانو ته د زده‌کړې نوي بورسونه اعلان کړل

په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اته‌لسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.

Published

on

په کابل کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۷ ز.کال لپاره نوي تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي. ورته لېواله او وړ غوښتونکي کولی شي«په جاپان کې زده‌کړې» له رسمي اوب‌پاڼې څخه اړوند لارښوونې او د غوښتنلیک فورمې ډانلوډ او خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۶ ز.کال د مې تر پېنځه‌ویشتمې پورې ورولېږي.

په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اته‌لسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.

د جاپان سفارت ویلي، چې د آقاخان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د لیکلې آزموینې په آسانولو کې مرسته وکړي؛ خو د غوراوي په بهیر کې به هیڅ راز ښکېلتیا ونه‌لري.

یاد سفارت دا ټینګار هم کړی، چې غوراوی په خپلواکه توګه د جاپان سفارت او حکومت له‌خوا، د تحصیلي وړتیا، د غوښتنلیک د اسنادو څرنګوالي او د لیکلې آزموینې او مرکې د پایلو پر بنسټ؛ پرته له دې، چې مذهبي، ژبني یا قومي مخینې ته پاملرنه وشي، ترسره کېږي.

د جاپان سفارت غوښتونکو ته خبرداری ورکړی، چې له درغلیو ځان وساتي او ډاډ څرګندوي، چې د غوښتنلیک په هیڅ پړاو کې د پیسو ورکولو ته اړتیا نشته.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!