تازه خبرونه
د مشرانو جرګې غړیو د امریکا له نوي دریځ هرکلی وکړ
د مشرانو جرګې غړيو په کور د ننه پر سیاستوالو او حکومت غږ کړی، چې له رامنځته شوې شېبې ګټه پورته او افغانستان د پاکستان له منګولو وژغوري.
د مشرانو جرګې غړی نادر بلوچ وایي، د پاکستان په وړاندې د امریکا له نوي دریځ او فشارونو هر کلی کړم؛ سیاستوال او حکومت دې وخت غنیمت وګڼي؛ ځکه، چې دغه هېواد تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړي او اوس یې د یوازیتوب پړاو رارسیدلی دی.
د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي په دې هیله ده، چې که د امریکا دریځ د پاکستان په وړاندې پلی او عملي شي؛ دا کار د افغانستان په ګټه دی او اوږده لاسونه به یې نور لنډ شي.
د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال محمد آصف صدیقي هم ټينګار کوي، چې سیاستوال باید اوسنی نظام غښتلی او پیاوړی کړي او په روانو شرایطو کې هیڅ راز ائتلافونه د هېواد د ستونزو له اوارۍ سره مرسته نشي کولی.
دوی په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم اندېښنه څرګنده کړه او ویل شوي، چې پاکستان له افغان کډوالو څخه د سیاسي فشار په توګه کار اخلي او پر حکومت حکومت غږ کوي، چې د کډوالو د راستنولو لپاره له درناوي ډک عملي ګامونه اوچت کړي.
دغه راز د کندهار قومي مشران، ځوانان او ولايتي شورا غړي په افغانستان کي د اوږدې جګړې يو لامل پاکستان بولي، چي د دوه مخي سياست په پلي کولو يې په افغانستان کي جګړه توده ساتلې ده. دوی هم د پاکستان په اړه د امريکا له فشارونو هرکلي کوي او وايي؛ پاکستان د تروريزم او ترهګرۍ مالي سرچينه ده او غوښتنه یې وکړه، چي نړيواله ټولنه دې په دې برخه کي عملي ګامونه واخلي.