تازه خبرونه

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې پر ورځ( د لړم ۲۴) لفظي او فزیکي شخړیو په ښار کې بې نظمي را منځته کړې او پولیسو پوهنتون ته ټولې ورتلونکې لارې تړلې دي.

دا شخړې له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې پیل شوې،  چي په کې د سپکو وسلو تر څنګ محصلانو د یو او بل پر ضد ډول ‌ډول وسیلې او ان چاقوګان وکارول.

عیني شاهدان وایي، د سیمې ټول واټونه تړل شوي او په دغو سیمو کې زرګونه کسان له خپل ورځني کاره پاتې دي.

عیني شاهد عبد الرحیم وایي: زه نه پوهیږم، چې دا محصلین څوک دي؛ دومره ویلی شم، چې شمېر یې لږ دی؛ خو امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې هیڅ هم نکوي.         

عیني شاهد امین الدین وایي؛ مونږ حیران یو، چې ټو له ورځ خلک پر چاقو ګانو ووهل شول؛ خو پولیس نه ول او حکومت هم دا محصلین مهارولی نشي، چې دا کار راته بیخي جالبه ښکاره شو.

پولیسو په دې پېښه کې د محصلینو د احتمالي مرګ و ژوبلې په تړاو څه ندي ویلي.

خبریال: اسلم  حجاب

Trending

Exit mobile version