تازه خبرونه
د کابل ـ میدان وردګ د دوه یم سړک جوړولو کار پیل شو
دغه پروژه له یو نیم میلیاد څخه په ډېرو افغانیو د ترانسپورت وزارت لخوا جوړیږي.
د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي؛ د یاد سړک د جوړولو تر څنګ د کابل د کمپنۍ پل هم جوړیږي، چې څه وخت مخکې سیلابونو نړولی و.
د ترانسپورت وزیر یما یاري څرګنده کړې؛ مونږ هڅه کوو، چې دغه سړک جوړ او خلکو ته د هوسا تګ راتګ زمینه برابره کړو. د کمپنۍ پل هم د دغې پروژې یوه برخه ده.
د دغه سړک اوږدوالی ۲۴ کیلو متره دی او یو میلیارد و ۶۰۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، چې په درې کلونو کې به جوړ شي.
خان محمد نومی د دغې لارې یو دریور وایي: د ترانسپورت وزارت د کمپنۍ د پله جوړولو پرېکړه کړې؛ دوه نیمې میاشتې کیږي، چې دغه پل نړیدلی او حکومت د ۱۳ ولایتونو د خلکو ستونزې حل کړې ندي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جنوبي زون د دریورانو ټولنې ګواښ کړی؛ که حکومت ډېر ژر د کمپنۍ پل بیا جوړ نکړي، دوی به پر دغه لاره خپلې هڅې ودروي.