تازه خبرونه
د کابل ـ میدان وردګ د دوه یم سړک جوړولو کار پیل شو
د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۹) د کابل ـ میدان وردګ د دوه یم سړک جوړولو کار پیل شو.
دغه پروژه له یو نیم میلیاد څخه په ډېرو افغانیو د ترانسپورت وزارت لخوا جوړیږي.
د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي؛ د یاد سړک د جوړولو تر څنګ د کابل د کمپنۍ پل هم جوړیږي، چې څه وخت مخکې سیلابونو نړولی و.
د ترانسپورت وزیر یما یاري څرګنده کړې؛ مونږ هڅه کوو، چې دغه سړک جوړ او خلکو ته د هوسا تګ راتګ زمینه برابره کړو. د کمپنۍ پل هم د دغې پروژې یوه برخه ده.
د دغه سړک اوږدوالی ۲۴ کیلو متره دی او یو میلیارد و ۶۰۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، چې په درې کلونو کې به جوړ شي.
خان محمد نومی د دغې لارې یو دریور وایي: د ترانسپورت وزارت د کمپنۍ د پله جوړولو پرېکړه کړې؛ دوه نیمې میاشتې کیږي، چې دغه پل نړیدلی او حکومت د ۱۳ ولایتونو د خلکو ستونزې حل کړې ندي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جنوبي زون د دریورانو ټولنې ګواښ کړی؛ که حکومت ډېر ژر د کمپنۍ پل بیا جوړ نکړي، دوی به پر دغه لاره خپلې هڅې ودروي.
تازه خبرونه
حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سېشنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.
تازه خبرونه
پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.
تازه خبرونه
متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمهییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.
ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمهییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی3 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
تازه خبرونه3 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
نړۍ3 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
څار4 days agoڅار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
