تازه خبرونه
پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.
تازه خبرونه
آلمان لومړی بېجرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی
د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.
رویټرز راپور ورکړی، چې آلمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره یو بېجرمه افغان وګړی هم افغانستان ته جبري ایستلی دی.
د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.
ویل کېږي نوموړي هڅه کړې، چې په یوه بل اروپايي هېواد کې استوګنه ترلاسه کړي؛ خو د ناقانونه حضور له کبله وپېژندل شو او بېرته آلمان ته ولېږدول شو. له هغې وروسته بیا افغانستان ته جبري و ایستل شو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه کس له هغو ۳۱ افغانانو څخه و، چې د سېشنبې پر ورځ له آلمان څخه افغانستان ته ولېږدول شول. د آلماني چارواکو د معلوماتو له مخې، پاتې ۳۰ کسان پر جرمي جرمونو محکوم شوي وه.
آلمان له ۲۰۲۴ز.کال راپدېخوا د افغانانو د ایستلو لړۍ بېرته پیل کړې ده، چې د بشري حقونو د وضعیت او د بېرته ستنېدونکو د برخلیک په اړه له پراخو اندېښنو او نیوکو سره مخ دی.
د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، د دې بهیر له بیا پیل راپدېخوا له ۲۰۰ ډېر افغانان له آلمان څخه ایستل شوي او لږ تر لږه یو تن یې افغانستان ته له ستنېدا وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بشري حقونو بنسټونو څو ځله له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پر مهال د انساني پایلو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې ونیسي.
تازه خبرونه
متقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره پر پراختیايي پروژو خبرې وکړې
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) نوي استازي تورهان صالح د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ، چې یاد پروګرام به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې پراختیايي پروژې او د ظرفیت لوړونې چارې روانې وساتي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سېشنبې پر ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(UNDP) له نوي ټاکل شوي استازي تورهان صالح سره لیدنه وکړه.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) نوي استازي تورهان صالح د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ، چې یاد پروګرام به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې پراختیايي پروژې او د ظرفیت لوړونې چارې روانې وساتي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي فعالیتونو، د راستنېدونکو کډوالو د ادغام، روغتیا، کرنې، د نشهیي توکو پر وړاندې د بدیل معیشت، چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو په اړه خبرې شوې دي.
تورهان صالح د ۲۰۲۶ز. کال د جولای له پېنځلسمې راپدېخوا په افغانستان کې د یاد پروګرام د استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
تازه خبرونه
د کابل ـ توکیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جاپان پر دوهاړخیزو اړیکو، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو همکاریو بحث وکړ.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې د جاپان له سفیر کنیچي ماساموټو سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جاپان پر دوهاړخیزو اړیکو، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو همکاریو بحث وکړ.
د جاپان سفیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به نورې هم پیاوړې شي.
هغه د نشهیي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت اغېزمنه مبارزه، د امنیتي وضعیت ښهوالي او پرمختګونه وستایل او د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ یې د بروکسل له غونډې هرکلی وکړ.
محمد نعیم د جاپان له مثبت دریځ او د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد له همکاریو مننه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو او متقابلو تعاملاتو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د همغږۍ او دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ګډو غونډو پر ارزښت او اړتیا ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
لوبی3 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
تحول4 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
-
تازه خبرونه2 days agoپه کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده
-
سوداگري2 days agoایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول
-
تازه خبرونه2 days agoپه سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي
