تازه خبرونه
د کابل په خونړي برید کې د ۵ کسانو جسدونه اوس هم ورک دي
د ورکو کسانو کورنۍ وايي، چې څلور ورځې یې د کابل ټول روغتونونه وکتل؛ خو ورک خپلوان یې ونه موندل.
نسیمه نومې آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې خاوند یې د تېرې چارشنبې په ورځ، چې کله له کوره د دندې پر لوري ووت، د وزیر محمد اکبرخان د اړوند سیمې په موتر بم کې د ده بدن هم ټوټه ټوټه شوی دی.
د موتر بم برید په سیمه کې د نسیمې د خاوند یوازې پېژند پانه موندل شوې او بس.
هغې په ډاګه کړې، چې اوس په ناوړه حالت کې ژوند کوي.
د هغې په وینا؛ ورک شوي کسان د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له کوره وتلي وه.
هغې له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه؛ ځکه، چې په کور کې یې پېنځه کسان دي او د ډوډۍ موندلو سړی ترې ورک دی.
د دغې کورنۍ ماشومانو د خپل پلار جنازه ونه لیده او د تېرې چارشنبې ورځې راهیسې یې له سترګو خوب هم تښتیدلی دی.
که څه هم د وروستیو تاوتریخوالو پر خلاف د اعتراض کوونکیو اعتراض د ولسمشرۍ په وړاندې دوام لري؛ خو د بریدونو له وېرې یې شمېر کم شوی دی.
خبریال: احمد فرشاد صالح