تازه خبرونه

د کابل په لویدیځ کې چاودنو له ۱۲۵ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د عامې روغتیا وزارت وایي، د کابل په لویدیځ کې نن له غرمې مخکې لس نیمې بجې پر تبیان فرهنګي مرکز په برید کې ۴۱ کسه  وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان او د ۵ نورو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دا هم ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ۳۵ نرینه، ۴ ښځې او دوه ماشوما ن او په ټپیانو کې ۷۶ نرینه او ۸ ښځې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، برید کوونکي توانیدلي، چې تبیان فرهنګي مرکز ته ننوځي او لومړی ځانمرګی برید ترسره او بیا دوه نورپرلپسې مقناطیسي ماینونو ته چاودنه ورکړي.

عیني شاهدانو ویلي، چې د برید پر مهال په اړوند مرکز کې د مرغومي د ۶ او د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د غندنې غونډه روانه وه.   

ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې پر تبیان فرهنګي مرکز وسلوال برید محکوم او غندلی دی.

ارګ اړوند مسوولینو ته هدایت کړی، چې د دغې پېښې بشپړه څېړنه وکړي او له قربانیانو او ټپیانو سره بېړنۍ مرستې تر سره کړي.

دغه راز د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې نننی برید وغنده او له خبرپاڼې یې په ډاګه شوې، چې پر فرهنګي او رسنیزو مرکزونو بریدونه د افغانستان پر مدنیت او د خلکو پر لاسته راوړنو برید دی او ترورستان غواړي، چې پخپلو وحشي بریدونو د خلکو ګډ ارزښتونه زیانمن  کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ننني برید کې لاس لرل رد کړي دي.

تر اوسه د ننني برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د ورته بریدونو مسوولیت له دې وړاندې داعش ډلې منلی و.

Trending

Exit mobile version