تازه خبرونه

د کابل ښار په ۴ ناحیه کې څرګندو وسلوالو د یو کور درې غړي وهلي او ټپیان کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تېره شپه د کابل ښار د څلورمې ناحیې د اړوند سیمې د یوې کورني درې غړې په خپل کور کې څرګندو وسلوالو وهلي او ټپیان کړي دي.

 د دغې کورني غړيو په ډاګه کړې، چې د ولسي جرګي د غړي ظهیر سعادت ساتونکیو او د هغه د وراره لخوا وهل شوي او دا دی سخت ټپیان دي.

د وهل شوې کورنۍ غړی، چې ځان حشمت فروتن راپېژني ادعا کوي، چې د ولسي جرګې د غړي ظهیر سعادت ورور له څو کسوسره کور ته ورننوتي؛ ورور، وراره او مور یې ورته پر ډزو ټپیان کړي دي.

حشمت فروتن زیاتوي،  دوی مخکې هم ګواښل شوي وه او له دغه ګواښه یې اړوند پولیس هم خبر کړي دي.

د ولسي جرګې غړي  ظهیر سعادت بیا په دې پېښه کې هر راز لاس لرل رد کړي دي.

د ولسي جرګې غړي ظهیر سعادت د تیلیفون پر لیکه آریانا نیوز ته د یادې پېښې په اړه بې خبري ښکاره کړې او وایي، یوازې دومره پوهیږم، چې وراره مې له چا سره شخړه کړې ده.

د ظهیر سعادت وراره په ډاګه کړې، چې د فروتن د کورنۍ غړیو پرې برید کړی او د ولسي جرګې د غړي یو ساتونکی په کې ټپي شوی هم دی.

که څه هم د پېښې لامل بشپړ په ډاګه شوی نه دی؛ خو د سعادت وراره ویلي، چې لومړی د دواړو کورنیو د ماشومانو تر منځ شخړه شوې او بیا  ترې دغه پېښه رامنځته شوې ده.

د څلورمې امنیتي حوزې مسوولینو د پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

Trending

Exit mobile version