تازه خبرونه
د فراه ولایت د امنیت آمر په ګډون ۱۱ سرتېري وژل شوی
په فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستې د سلوالو طالبانو په برید کې د دغه ولایت د امنیه قومندانی د امنیت آمر ګلبهار مجاهد په ګډون ۱۱ سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له دوه اوونۍ راهیسي د فراه امنیتي وضعیت کړکیچن شوي او وسلوالو طالبانو پر امنیتي پوستو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په ولسي جرګه کې د فراه استازې حمیرا ایوبي وایي، د یکشنبې په شپه د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته د وسلوالو طالبانو د برید له کبله د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د امر په ګډون یوولس سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فراه ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزایی د فراه پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګندوي او وایي ، چې جګړه د ښار تر دوه کیلو مترۍ رارسیدلې ده.
هغه خبردارۍ ورکوي که فراه ته پام ونشي دغه ولایت به سقوط وکړي.
دی مسوولین پر بې غورۍ او بې تفاوتۍ تورنوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، تازه دمې سرتېري د وسلوالو طالبانو د بریدونو د مهارولو لپاره فراه ته رسیدلي او تر دېدمه ۱۲ کلي د وسلوالو طالبانو له شتوالي پاک شوي دي.
فراه له ایران سره ګډه پوله لري او له همدي کبله تېر کال طالبانو د فراه تر دروازو ځانونه رسولي وه؛ خو د امنیتي ځواکونو لخوا پر شاه وتمبول شول.
خبریاله: لیدا نیازۍ