تازه خبرونه

د کابل ښار او ولسوالیو اوسیدونکي وچکالي اندېښمن کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کابل ښاریانو او د ولسوالیو اوسیدونکيو ویلي؛ په ځینو سیمو کې اوبه کمې شوي او حتا د څښاک اوبه نشته، چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. ان په زیاترو ساحو کې له تانکرونو اوبه پېري.

دوي وایي، وچکالي یې کروندې ځپلي او په ځینو سیمو کې پر اوبو شخړې شوي دي.

حکومت دې په دې برخه کې کار وکړي. که ژر پاملرنه ونشي، څاروي به یې تلف شي.

خلک وایي، په زیاترو ساحو کې د اوبو کچه ټیټه شوې او د اوبو رسولو شبکې پڅ عمل کوي.

د څړځایونو وچېدل او د اورښتونو د نه اوریدل؛ بله ستونزه ده، چې خلک ور سره مخ دي.

په همدې حال کې د اوبو رسولو شبکې رییس حمیدالله یلاني وایي؛  د اوبو رسولو لپاره د شاه توت پر بند کار روان دی، چې نړیوال بانک دغه پروژه تمویلوي او هڅې روانې دي، چې پلازمېنه له وچکالۍ وژغورل شي.

کارپوهان وایي، حکومت دې سیندونه سم مدیریت کړي، چې شته ستونزې حل شي.

Trending

Exit mobile version