تازه خبرونه

د پاکستان ویزه په تور بازارکې پر ۲۰۰ دالرو پلورل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

خلک وایي، په سلګونو کسان هره ورځ د پاکستان سفارت ته د ویزې د تر لاسه کولو لپاره ورځي؛ خو په اوونیو کې هم ویزه نشي اخیستی؛ ځکه د هرې ویزې په مقابل کې ترې د پیسو غوښتنه کیږي.

سهار وختي د پاکستان سفارت مخې ته د سلګونه افغانانو کتار جوړیږي؛ دوی ډېرې ورځې منډې ترړي کوي، چې ویزه ترلاسه کړي.

یو شمېر کسان وايي، چې که پیسې ورکړو؛ نو په بیړه ویزه ورکول کیږي.

د ویزې غوښتونکی محمد عزیز نومی وایي؛ شپږ ورځې کیږي، چې د ویزې د تر لاسه کولو لپاره له میدان وردکه راغلی یم. په داسې حال کې، چې ناروغ هم یم؛ خو له ما دوه سوه دالر غوښتل کیږي. زه نه پوهیږم، چې دا ستونزه ولې نه حل کیږي.     

د ویزې غوښتونکی غلام اصغر وایي؛ بېکاري او غریبي ده؛ خو د پاکستان ویزې په بدل راڅخه پیسې غوښتل کیږي. دا ډېره بده ستونزه ده، چې ورسره مخ یم.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان د ویزو په مالي فساد کې ککړ لس کسان نیول شوي او د خلکو د دغو ستونزو د حل لپاره یې څارنه هم ډېره کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت الله رحیمي وایي، چې  ستونزې شته؛ خو کورنیو چارو وزارت د استخباراتو څانګې ته سپارښتنه کړې، چې خپلې څارنې ډېرې او رشوت خواره کسان ونیسي.

نوموړی زیاتوي؛ مونږ په دې اړه تر دې دمه لس کسان له پېژندلو وروسته نیولي دي.

خلک وایي؛ زیاتره افغانان د درملنې، د کورنیو د غړیو د لیدو او نورو اړتیاوو له مخې پاکستان ته سفرونه کوي. له هغې ورځې څخه، چې پاکستان ته د سفر ویزه اړینه شوې، له ګڼو ستونزو سره مخ یو او چارواکي هم د دغو ستونزو د حل لپاره مناسب ګامونه نه پورته کوي.

Trending

Exit mobile version