تازه خبرونه

د پاکستان استخباراتي سازمان له ستونزو او فساد ډک دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د کانګرس یو غړی، چې په واشنګټن ګې د پاکستان د سفارت په کوربتوب یوې غونډې ته وربلل شوی و وایي؛ له کانګرس او سپینې ماڼۍ غواړم، چې د ترهګرو خلاف مبارزې ته ډېر پام وکړي او د امریکا مالي او بشري سرچینې په دې لار کې بې ځایه ونه لګول شي.

د آریانا نیوز خبریاله، چې غوښتل یې د پاکستان د سفارت د چارواکو نظر واخلي؛ خو د امنیتي مسوولینو لخوا له سفارته وویستل شوه.

له کلونو کلونو راهیسې کابل چیغې وهي، چې په پاکستان کې له ترهګرو پراخ ملاتړ کیږي؛ خو تر اوسه یې آواز نه دی اوریدل شوی او نه کوم اقدام شوی دی.

د امریکا د کانګرس غړی اندری کارسون ویلي، چې په سیمه کې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې لپاره د امریکا هڅې دوام کوي او واشنګټن په عین حال کې د خپلو متحدینو پر کړنو څارنه هم لري.

د نوموړي په وینا؛ مونږ په سیمه کې پر خپلو عملیاتو تمرکز لرو. غواړو ووینو، چې زمونږ شریکان له بنسټ پالو سره په مقابله کې څه ډول چلند کوي. امریکا په سیمه کې له ډېرې مودې راهیسې حضور لري؛ خو زه تېر کال په سیمه کې وم. زمونږ پوځ ښه عمل کوي؛ خو لکه، چې مخکې مې وویل مونږ د عربي ټولنې او نړیوالو همکارانو نورو مرستو ته اړتیا لرو.

هغه له ترهګرو ډلو سره د پاکستان د استخباراتي سازمان د همکاریو پر تړاو د آریانا نیوز خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل، د پاکستان په استخباراتي سازمان کې ستونزې شته او هڅه کیږي، چې افغانستان او پاکستان په دې برخه کې خبرو ته را وبولي.

فكر کوم په آی اس آی کې ستونزې شته او د فساد مسایل شتون لري. هیله من  یو، چې دواړه هېوادونه خبرو ته وهڅوو؛ سفیران، ټرمپ او کانګرس په دې اړه ډېر کار وکړي، چې ډاډه شو او د امریکا مالي او بشردوستانه سرچینې بې ځایه نه ځي. امریکا د نړۍ د ستر قدرت په توګه ډېرې ژمنې په غاړه لري؛ خو نړیواله ټولنه هم باید ډېره همکاري وکړي.

په واشنګتن کې  د پاکستان دیپلوماتانو په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

خبریاله: نذیره کریمي

 

Trending

Exit mobile version