تازه خبرونه
د پاکستان د مشرانو جرګې مرستیال مشر په یوه چاودنه کې ټپي شو
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې د مرستیال مشر او جمیعت علمای اسلام ګوند غړي مولانا عبدالغفور حیدري د موترو پر کاروان چاودنه شوې، چې په کې ۲۵ کسان وژل شوي او د ده په ګډول ۳۵ نور ټپيان دي.
ویل کیږي، چې چاودنه د جمعې مبارکې ورځ له لمانځه وروسته ماسپښین مهال رامنځته شوې ده.
د مستونګ ولسوالۍ روغتیايي چارواکی داکتر شېر احمد ستانکزي رسنیو ته په ډاګه کړې، چې په دې چاودنه کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
سیمه ییزو چارواکو هم ویلي، چې د پاکستان د مشرانو جرګې مرستیال مولانا حیدري ټپي او د درملنې لپاره پوځي روغتون ته او د پېښې نور ټپیان کوټې ته لېږدول شوي دي.
د دوی د وینا له مخې؛ د مولانا موتر ویجاړ شوی؛ خو د چاودنې د څرنګوالي په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.
درې کاله وړاندې هم د دې ډلې د مشر مولانا فضل الرحمان پر موتر ځانمرګی برید شوی و ؛ خو نوموړی له برید روغ ووت او دوه عام وګړي په کې ووژل شول.
تازه خبرونه
اسلامي امارت ته وړاندیز مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي، چې اسلامي امارت ته مشوره او وړاندیز د مداخلې معنا نلري؛ د تهران غونډه د هغو کسانو لپاره یو ښه تریبون و، چې ګډون یې په کې ونکړ.
حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې په تهران کې د سیمهییزې اړیکډلې ( تماس ډلې یا مسکو فارمټ ) له دوهیمې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې کړي، چې تېره ورځ په تهران کې د روسیې، چین، پاکستان او ایران د استازو ترمنځ د افغانستان لپاره ترسره شوې ده.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي قُمي زیاته کړې، چې په نړۍ کې هیڅ هېواد د افغانستان د خلکو د ملاتړ او له اسلامي امارت سره د اړیکو په برخه کې د ایران په شان عمل ندی کړی.
هغه په ډاګه کړې، چې د افغانستان ګاونډ هېوادونه په دې لټه کې دي، چې د دې هېواد لپاره د هر اړخيزې جوړونې نقشه چمتو کړي.
قُمي د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ او دوهيمې غونډې ته په نغوته ( اشاره ) کې ويلي؛ په دې غونډو کې داسې څه وړاندې نشول، چې د افغانستان له مسئلې سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، چې یو له هغو مسلو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لهخوا د ځانګړي استازي ټاکنه ده. په داسې حال کې، چې یوناما په افغانستان کې شتون لري.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي دا هم ویلي: تهران به له ټولو هغو کړنو سره مرسته وکړي، چې د یوه مسوول حکومت په توګه د اسلامي امارت لپاره لار اواره کړي؛ خو که کوم څه تحمیل او وتپل شي او یا کومه پایله ورنکړي، دفاع یې نهکوي.
هغه وایي؛ هڅې روانې دي، چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا بدلون ومومي او پالیسي دا ده، چې په دې غونډه کې اسلامي امارت هم ګډون وکړي.
اسلامي امارت تأیید کړې، چې د تهران غونډې ته بلنه ورکړ شوې وه؛ خو هغه یې ونهمنله.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي ويلي؛ افغان حکومت تمه لري، چې د افغانستان په اړه غونډې باید د نویو میکانیزمونو پر ځای د عادي او شته میکانیزمونو له لارې ترسره شي.
ذاکر جلالي زیاته کړې؛ افغان حکومت د دوحې د درېیمې ناستې په اړه له اړوند چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د جون پر دېرشمه جوړېږي.
تازه خبرونه
د روسیې ولسمشر د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ
ولادیمیر پوتین د سنټ پیټرزبورګ نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن دی او دا حقیقت باید درک شي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي؛ مونږ تل په دې باور یوو، چې باید واقعیت ومنو. طالبان په افغانستان کې واک لري. مونږ باید د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې کړو.
پوتین زیاته کړې، چې د روسیې او ازبکستان لپاره په افغانستان کې ثبات تر اقتصادي فرصتونو ډېر مهم دی؛ خو دی له اسلامي امارت غواړي، چې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.
ولادمیر پوتین وایي: زمونږ او ازبکستان لپاره، په افغانستان کې امنیت او ثبات له اقتصادي فرصتونو څخه ډېر مهم دی. طالبان باید د ټولګډونه حکومتوالۍ په خورا حساسه موضوع کې د ټولو توکمونو او سیاسي ډلو په ګډون خپلې ژمنې پوره کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولنې پر کچه لوی موضوعات هم باید حل شي.
په څه کم دوه اوونیو کې د روسیې حکومتي چارواکو په بېلابېلو کچو د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وه، چې مسکو غواړي د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي، چې اسلامي امارت نور د روسیې دښمن نه ګڼل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له روسیې سره د اړیکو له پراختیا هرکلی کوي او څرګندوي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متوازنې پالیسۍ په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي.
له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا روسیې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو په نوملړ کې شامل کړ؛ خو په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمیدو وروسته په څه کم درې کلونو کې روسیې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ټینګې کړي او تر څنګ یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان هم ومنل.
تازه خبرونه
متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني سفر امریکا غبرګون ته اړ کړه
د امریکا بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سراج الدین حقاني د سفر په اړه غبرګون ښودلی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر وايي، هېوادونه باید د اسلامي امارت د چارواکو د سفر بندیز ته درناوی وکړي.
میلر د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شپاړلسمه ) ابوظبۍ ته د سراج الدین حقاني د سفر په اړه ویلي؛ هېوادونه باید د اسلامي امارت د ځینو هغو چارواکو د سفر اجازه واخلي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي.
هغه زیاته کړې، چې دا اجازه د سفر د معافیت ترلاسه کولو پروسې له لارې، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې په ۱۹۸۸ ز. کال پرېکړه کې ځانګړې شوې؛ ترلاسه کیږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید دغه بهیر رعایت کړي.
حقاني د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي پېنځلسمه) ابوظبۍ ته په سفر ولاړ او هلته یې د متحده عربي اماراتو د امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ګډون له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې د دغې غونډې په اړه لیکلي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو ګټو د خوندي کولو او د سیمې د ثبات لپاره د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
نریندرا مودي د هند په ټاکنیزو سیالیو کې له ډېر لږ اکثریت برخمن شو
-
لوبی5 days ago
د ۲۰۲۴ کابل کرکټ غوره لیک دوه یم پړاو سیالۍ پیل شوې
-
تازه خبرونه4 days ago
سراج الدین حقاني او د متحده عربي اماراتو چارواکو په څو برخو کې هوکړې وکړې
-
تحول5 days ago
تحول: کابل د قزاقستان له وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ
-
لوبی1 day ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړې ندي – مارټین ګریفیټس
-
تازه خبرونه4 days ago
افغان زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان په اړه د مسکو غونډه به په تهران کې جوړه شي- کابلوف