تازه خبرونه

د پاکستان د مشرانو جرګې مرستیال مشر په یوه چاودنه کې ټپي شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې د مرستیال مشر او جمیعت علمای اسلام ګوند غړي مولانا عبدالغفور حیدري د موترو پر کاروان چاودنه شوې، چې په کې ۲۵ کسان وژل شوي او د ده په ګډول ۳۵ نور ټپيان دي.

ویل کیږي، چې چاودنه د جمعې مبارکې ورځ له لمانځه وروسته ماسپښین مهال رامنځته شوې ده.

د مستونګ ولسوالۍ روغتیايي چارواکی داکتر شېر احمد ستانکزي رسنیو ته په ډاګه کړې، چې په دې چاودنه کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

سیمه ییزو چارواکو هم ویلي، چې  د پاکستان د مشرانو جرګې مرستیال مولانا حیدري ټپي  او د درملنې لپاره پوځي روغتون ته او د پېښې نور ټپیان کوټې ته لېږدول شوي دي.

د دوی د وینا له مخې؛ د مولانا موتر ویجاړ شوی؛ خو د چاودنې د څرنګوالي په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

درې کاله وړاندې هم د دې ډلې د مشر مولانا فضل الرحمان پر موتر ځانمرګی برید شوی و ؛ خو نوموړی له برید روغ ووت او دوه عام وګړي په کې ووژل شول.

Trending

Exit mobile version