Connect with us

تازه خبرونه

د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمیشنران پر دوه نیم کاله بند محکوم شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

استیناف محکمې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني ۱۱ کمینشران له واک څخه د ناوړه ګټې پورته کولو له کبله هر یو په دوه ـ دوه کاله او شپږ میاشتې تنفذي بند محکوم کړل.

له ادارې فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي محکمي  مشره انیسه  رسولي زیاتوي، یوولس کمیشنران باید د خسارې جبران هم ورکړې.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه قاطع او وورستۍ نده، تورن کسان کولی شي د تمیز غوښتنه وکړي.

د ټاکنیزو کمیسیونو پخوانیو رییسانو هر یو عبدالبدیع صیاد او عبدالعزیز اریایي له درندو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي محکمي دغه پرېکړه سیاسي بولي او وایي، چې په ۴ محلونو کې ۲۴۸ رایې باطلول ټاکنیز جرم ندی؛ ځکه، نو له درندو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي محکمې دغه پرېکړه سیاسي ده.

د ولسي جرګې د کونړ پخواني استازي صالح محمد صالح ویلي، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو پخوانیو رییسانو له موجه دلیل پرته ۶۰۵۴ رایې باطلې کړې وې.

یادو کمیشنران په تېرو پارلماني ټاکنو کې له دندې څخه پر ناوړه ګټې پورته کولو، د رایو پر اضافه کولو او بډو اخیستلو تورن دي.

دا د یادو کمیشنرانو دوه یمه محکمه وه، له دې مخکې د روان کال د وږي میاشتې پر ۱۲نېټه لومړنۍ محکمې هم یاد کمیشنران هر یو پر پېنځه ـ پېنځه کاله بند محکوم کړي وه.

Advertisement

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدا د ایران ټینګار

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

قطر د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي د قطر د سرې میاشتې خیریه موسسې او نړیوالې پراختیايي ادارې له رییس سره وکتل.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي؛ په دې کتنه کې د یاد بنسټ رييس ويلي، چې دوى د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه د راستنېدونکیو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړوي، خو د شمېر په اړه به یې د قطر له خيريه صندوق سره خبرې وکړي.

د کډوالو د حقونو هڅاندې اصفه ستانکزۍ ويلي، چې تهران او اسلام‌آباد تل له مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو خلاف چلند کوي.

له بلې خوا د تهران والي مرستیال مهدي باب الحوائجي ویلي، چې دوی د غیر قانوني مهاجرینو پر ضد جګړه کوي او هغه کسان، چې مهاجرینو ته کار او یا  کور ورکوي محاکمه او سزا به ورکړ شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې ایران باید له افغان مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي او د هغوی له جبري ایستلو دې ډډه وکړي.

ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو جبري ایستنه ګړندۍ کړې او هره ورځ له دغو هېوادونو څخه سلګونه کسان هېواد ته را شړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خواف – هرات د اوسپنې‌پټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار پیل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۳)

د خواف- هرات د اوسپنې‌پټلۍ د څلورمې برخې د دوه‌یم فاز د جوړولو کار، چې افغانستان له ایران سره نښلوي؛ پرانیستل شو.

دغه برخه، چې شاوخوا ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري؛ ټولیز لګښت یې ۵۳ میلیون ډالر دی او ټاکل شوې، چې دا پروژه په څه کم ۲ کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ګاما سهامي شرکت او د ترکیې او روسیې دوه شرکتونه په ګډه پدې پروژه کار کوي.

د کشدر اوسپنې‌پټلۍ چارواکي وايي، دا د خواف- هرات د اوسپنې‌پټلۍ وروستۍ برخه ده، چې د هرات د زنده جان ولسوالۍ له رباط پريان سيمې پيلېږي او د خواجه عبدالله انصاري نړيوال هوايي ډګر او د هرات تر صنعتي ښارګوټي پورې رسېږي.

د دې پړاو له بشپړېدو سره به د ایران له اوسپنې‌پټلۍ او بندرونو سره د هرات د سیمه‌ییز پیوستون پروژه بشپړه شي، چې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ به د سوداګریزو مالونو د لیږد د کچې د لوړولو زمینه برابره کړي.

له ایران څخه د هرات تر روزنک سیمې پورې د هرات – خواف اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!