تازه خبرونه

د نیمګړې سولې د راوستو مسوولیت پر غاړه نه اخلم- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو د رغونې لپاره پاکستان ته په خپل سفر کې افغان کډوالو ته څرګنده کړې، چې افغانستان ته د نیمګړې سولې د راوستو مسوولیت پر غاړه نه اخلي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې راغلي بدلون ته خوښ دی.

نوموړي دا هم وویل، چې پاکستان ته یې د سولې د مشورتي جرګې او د افغانانو په غوښتنه سفر کړی دی.

له تېرو درې ورځو راپدیخوا د افغان سولې په اړه په اسلام آباد، دوحه، ژینوا، برلین او کابل کې بېلابېلې غونډې وشوې او د چنګاښ پر ۸ چې د جون له نهه ویشتمې سره برابره ده په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالب استازیو د اووم پړاو خبرې پیل شوې.

د طالبانو د واکمنۍ د امرباالمعروف رييس مولوي قلم الدین د دغو خبرو په اړه وایي؛ د بهرنیو ځواکونو شتون د جګړې د دوام معنا لري. کله، چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه وشوه؛ ورسره سم به د سولې تړلې دروازې پرانستل شي.  

تمې داسې دي، چې ښايي اووم پړاو خبرې به روښانه پایلې ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي په آلمان کې له خپل سیال سره په خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې او روانې شخړې د اوارۍ لپاره به په بن کې یوه غونډه جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی صلاح الدین رباني  وایي، چې زمونږ په باور آلمان د افغان سولې په برخه کې فعاله ونډه لري. مونږ به د آلمان پر همکارۍ د افغانانو د خپلمنځي خبرو شاهدان وو، چې روانه جګړه د سیاسي خبرو له لارې پاي ومومي.

سیاسي  مخکښ وحید مژده وایي؛ هغو کسانو، چې په تېر کې له طالبانو سره په جنګ کې برنخ نه درلوده؛ په سوله کې یې شتون هم ګټور نه بریښي. طالبانو په ځلونو ویلي؛ له هغو سره به خبرې کوي، چې ورسره په جګړه کې ښکېل دي.    

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني کابل ته له راګرځيدو سره سم (د شنبې پرورځ د چنګاښ ۸) د خپل دفتر رييس سلام رحیمي د سولې په برخه کې د دولت د وزیر په توګه وټاکه. نوموړی د امریکا او طالب استازیو تر منځ د پېنځم پړاو خبرو پر مهال قطر ته تللی وو؛ خو طالبانو له هغه سره ونه کتل.

Trending

Exit mobile version