تازه خبرونه
د ولسي جرګې د رییس ټاکلو پر سر اختلاف پېنځه ورځنی شو
د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو پر سر اختلاف د پنجشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲) د پېنځمې ورځې پر تېریدو اوس هم ندی حل شوی.
ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د دې ستونزې د حل په تړاو د اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ پر څېړنو کار شوی وای؛ خو اختلاف سبب شو، چې عمومي ناسته بې پایلې پاتې شي.
د ولسي جرګې ځینو غړیو ټینګار کړی، چې ځینې کړۍ د کړکېچ له لارې غواړي ولسي جرګه یرغمل او له دې حالت شخصي ګټې پورته کړي او ان خبره تر دې بریده ورسیده، چې ځینو وکیلانو د اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ پر غړیو برید وکړ.
د ولسي جرګې د اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ غړی عبدالقیوم سجادي وایي، چې دوه انده دي؛ یو اند دادی، چې د رایو له مخې مخکې ولاړ شو او بل اند دادی، چې۱۳۰ کسانو د ۱۶ کسیزې جرګه ګۍ پرېکړه منلې او رای اچونه ترسره شي.
په ولسي جرګه کې د هرات استازی سید عظیم کبرزاني وایي؛ دا سمه نده، چې مونږ په روان حالت کې چوپ پاتې شو. مونږ هم حق لرو؛ که د زور خبره وي، مونږ هم د زور خبره کولی شو. د دې ستونزې د حل لپاره منطقي لار شته او له دې کړکېچه باید شخصي ګټه پورته نشي او نه هم پارلمان ګروګان ونیول شي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالرووف انعامي وایي، چې بنسټیزه ستونزه د اداري پلاوي نشتوالی دی؛ هر څوک پخپل سر پاڅیږي او خبرې کوي.
د ولسي جرګې اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ ټینګار کړی، چې د دې جرګه ګۍ د ۱۶ غړیو د پرېکړې له مخې میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
د ولسي جرګې د اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ غړی غلام حسین ناصري وایي؛ مونږ پوره څېړنې تر سره کړې، ښاغلی رحماني د ترسره شویو ټاکنو له مخې د رییس په توګه په رسمیت پېژندل کیږي.
په ولسي جرګه کې ناندرې وروسته له دې پیل شوې، چې د ولسي جرګې غړي په دوه ډلو ووېشل شول؛ میر رحمان رحماني د ولسي جرګې رییس اعلام شو، خو سیال یې کمال ناصر اصولي د ټاکنو پر پایلو اعتراض وکړ.
خبریال:خالد نیک زاد
تازه خبرونه
په کابل ښار کې د کمانډو ځواکونو مرکز پرانیستل شو
د کابل په ګارنیزون کې د لومړي ځل لپاره تېره ورځ د ملي اسلامي اردو د ځانګړیو ځواکونو (کمانډو) د لومړي کنډک قومندانۍ مرکز پرانیستل شو.
دفاع وزارت په ایکس پاڼه کې زیاته کړې، چې د دې وزارت اړوند چارواکو د ډاډمن امنیت د خوندي کولو لپاره په نورو ولايتونو کې هم د ورته مرکز له پرانستلو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي، چې ځانګړي ځواکونه پر عصري او پرمختللیو وسلو سمبال او مسلکي روزنه یې لیدلې، چې په هر ډول شرایطو کې به خپله دنده ترسره کوي.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې سېلاب ځپلیو ته ۴۰۰ زره یورو ځانګړې کړې
اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې له سېلاب ځپلیو سره یې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۴۰۰ زره یورو ( څه باندې ۳۰ میلیون افغانۍ) ځانګړې کړي دي.
د دې بنسټ د نننۍ (سې شنبه د غبرګولي لومړۍ ) خبرپاڼې له مخې؛ يادې مرستې به د اکتيډ او ډاکار موسسو لهخوا وړاندې شي، چې په کې نغدو پيسو، پاکو اوبو او پاکوونکیو توکو ته لاسرسي شته دی.
اروپايي ټولنې دا يادونه هم کړې، چې له ۱۹۹۴ ز. کال راپدیخوا يې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې مالي مرستې کړي او تر اوسه يې نږدې یو اعشاریه اته ميليارډ يورو مرسته کړې ده.
دغه راز دې ټولنې یوازې تېر کال د بشري مرستو په برخه کې ۱۵۹ میلیون یورو مرسته کړې. سربېره پر دې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا د ۳۵ الوتنو له لارې افغانستان ته ۱۶۰۰ ټنه مرسته رالېږلې ده.
تازه خبرونه
سر له سبا د ترکيي هوايي شرکت افغانستان ته رسمي الوتنې پیلوي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولینو ويلي، چې د ایران او متحده عربي امارتو له هوايي شرکتونو ورسته د ترکيي هوايي شرکت به هم سر له سبا افغانستان ته رسمي الوتنې پیل کړي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین څرګندوي، چې له دې سره به د افغان مسافرو او هغو سوداګرو، چې له ترکيي سره سوداګرۍ لري؛ ستونزې راکمې شي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي: په دې کې مسافرو تهه ښه زیری شته. په ځانګړي توګه هغه افغانان، چې اروپا ته سفرونه کوي د کورنیو شرکتونو ترڅنګ به دا ترکي شرکت هم فعالیت کوي. افغان هوايي ډګرونه د افغانانو له خوا ښه مدیریت کیږي او مونږ دا یو ښه پیلامه بولو.
د خصوصي سکتور ځیني غړي افغانستان ته د لویو هوايي شرکتونو پر راتلو خوښي ښیي او څرګندوي؛ د ترکیې، عربي اماراتو، دبۍ او هندوستان په ګډون هېوادونه دې افغانانو ته د ویزې د ورکړي په برخو کې اسانیتاوې برابرې کړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: مونږ خوښ یوو، چې په هېواد کې مو د نړۍ معتبرهوايي شرکتونه پروازونه کوي؛ خو هغه هېوادونه، چې افغانستان ته الوتنې کوي افغانانو ته باید ویزې ورکړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
ویل کیږي که د نړیوالو هوايي شرکتونو لهخوا افغان صادارتو لپاره د کارګو خدمتونه پراخ شي؛ د هېواد وچه او تازه میوه به د نړۍ مارکیټونو ته په منظم ډول او پرټاکلې وخت ورسیږي.
-
سوداگري5 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
لوبی3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
تازه خبرونه5 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
نړۍ2 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
تحول5 days ago
تحول: د چین له سفیر سره د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال لیدنه
-
څار5 days ago
څار: د افغانستان په اړه سیمهییزه اجماع
-
روغتيا2 days ago
قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړهلیک لاسلیک کړ