Connect with us

تازه خبرونه

د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې ولسوالانو صندوقونه ډک کړي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په پکتیا کې د ثبات او همپالنې د ولایتي ډلې غړي اندېښنه ښیي، چې ولایتي چارواکو د دولت جوړوو نکې ډلې پر پلوۍ په ټاکنو کې لاسوهنه کړې او په یو شمېر ولسوالیو کې ولسوالانو صندوقونه ډک کړي دي.

په پکتبیا کې د ثبات او همپالنې ولایتي ډلې غړي او ناظرین شکایت کوي، چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې حکومتي چارواکو د دولت جوړونکې ډلې پر پلوۍ په ټاکنو کې مداخله کړې او پرته له بایو میتریک يې یادې ډلې ته رایې کارولي.

دوی وايي، په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو رایه نده کارولې؛ خو په سیمه کې د ولایتي ادارې په همغږۍ د ولسوالانو او امنیه قومندانانو لخوا صندوقونه ډک شوي او د دولت جوړونکې ډلې په ګټه یې رایه کارولې ده.

د پکتیاوالي شمیم خان کټوازی پر ځان لګیدلي تورونه رد وي او وایي، چې که څوک ښکاره ثبوت لري باید وړاندې یې کړي، چې قانوني چلند ورسره وشي.

په پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتو کمیسون مشر مجاهد رحمت زي ويلي؛ له دوی سره تر ۵۳ پورې شکایتونه ثبت شوي، چې د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې غړیو تر لس پورې د شکایتو پاڼې اخیستي؛ خو تر اوسه يې دوی ته شکایتونه ندي راوړي.

که څه هم د پکتیا د مرکز ګردیز او یو شمېر نږدې ولسوالیو د ټاکنیزو رايو صندوقونه ټاکنو کمیسون ته را رسیدلي؛ خو د ختیځو اووه ولسوالیو مواد اوس هم ندي را رسیدلي. د ټاکنو کمیسون ډاډ ښودلی، چې د دو شنبې تر شپې به راورسیږي.

خبریال:  فریدالله احمدزی

تازه خبرونه

د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې د پراخېدا په حال کې دي- نورالله نوري

نورالله نوري دغه راز ویلي، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې په‌خپله خاوره د حاکمیت اجازه چا ته نه‌ده ورکړې.

Published

on

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري نن( یکشنبه د غویي شپږمه ) په بلخ ولایت کې د اسلامي نظام د دفاع تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته ډاډ ورکړ؛ افغانستان په سیمهییزه او نړیواله کچه یو امن هېواد دی، چې سیاسي او اقتصادي روابط یې د پراخېدا په حال کې دي.

نورالله نوري دغه راز ویلي، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې په‌خپله خاوره د حاکمیت اجازه چا ته نه‌ده ورکړې.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان اقتصاد اوس قوي دی او اسلامي امارت د خپل کلک هوډ پر مټ په ډېرو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

هغه وویل: که څوک زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او یا هم پر افغانستان د تېري سوچونه وهي؛ له روس، انګرېز او امریکا څخه دې درس واخلي.

د ولسونو استازو او مخورو مشرانو د افغانستان اوسنی یووالی په تېرو ۴۵ کلونو کې بې‌سارې وباله او څرګندوي، چې خلک تر بل هر وخت په‌دې نظام ډېر باور لري. د اسلامي امارت مشران له ختیځ او لویدیځ څخه نه‌دي راغلي، بلکې د دې خاوري اصلي بچیان دي.

یادو مشرانو یو ځل بیا وویل؛ دا نظام د ولسونو د زړه نظام دی او کوم کارونه، چې په دې لنډه موده کې ترسره شوي بېلګې یې په څو پېړیو کې لیدل شوې نه‌دي. 

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معین شیخ نور محمد حقاني تېر ٤٠ کلونه له کړاوونو ډک پېر وباله او د افغانانو د حوصلې او مېړانې ستاینه یې وکړه.

هغه ویلي؛ د اسلامي امارت له راتګ مخکې دلته د قومونو تر منځ اختلافات اوج ته رسېدلي وه، خو اوس ټول افغانان له متقابل درناوي برخمن دي.

د بلخ والي یوسف وفا هم غونډې ته ویلي؛ جمهوریت د بُن په کنفرانس کې پر افغانانو تپل شوی حکومت و، چې هیڅ قانون او تګلاره یې له ولسي ژوندانه سره اړخ نه‌لګاوه.

هغه ویلي: اسلامي امارت د خلکو له متن څخه انتخاب شوی نظام دی، چې د اسلامي شرعیت په رڼا کې د ولس هرې مشورې او نظر ته د قدر پر سترګه ګوري. 

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د یاد وزارت د وزیر پر مشري تللي پلاوي او د بلخ د والي ترڅنګ ولایتي مسوولانو، علماء کرامو، د خلکو استازو، زده‌کړیالانو، ډاکټرانو او عامو خلکو ګډون کړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

له نړۍ سره خپلې اړیکې د سپورټي ډیپلوماسۍ له لارې پراخوو- امیرخان متقي

په دې کتنه کې متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري اړیکې تاریخي وبللې او څرګندوي، چې کابل هڅه کوي د سپورټي ډیپلوماسۍ له لارې خپلې نړیوالې اړیکې پراخې او نورې هم ژورې کړي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غېږنیونې په ننداره کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري اړیکې تاریخي وبللې او څرګندوي، چې کابل هڅه کوي د سپورټي ډیپلوماسۍ له لارې خپلې نړیوالې اړیکې پراخې او نورې هم ژورې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر د ویزو د آسانتیا او لوبغاړو ته د اړین ملاتړ د برابرولو پر پرله‌پسې هڅو ټینګار وکړ او وایي، چې په نړیوالو سپورټي سیالیو کې د ګډون د آسانتیا لپاره هم هڅې روانې دي.

هغه همدارنګه ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا راپدېخوا په ټول هېواد کې د دودیزو سپورټونو د ودې لپاره د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د دې نړیوالې نندارې د جوړېدا، د سیالۍ مدیریت او په افغانستان کې د دودیزې غېږنیونې له معیار ستاینه وکړه. هغوی همدارنګه په سپورټي برخه کې د همکاریو او ګډو نوښتونو د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د دودیزې غېږنیونې نړیواله ننداره، چې افغانستان یې کوربه و؛ تېره پنجشنبه په کابل کې پیل شوه او د اووه هېوادونو لوبغاړي یې سره ولوبول. په دې سیالیو کې شاوخوا ۶۰ بهرنيو او ۱۰۰ افغان لوبغاړو برخه اخیستې وه. د غېږنیونې په دې ننداره کې د ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او ترکیې لوبغاړو ګډون درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی

په دغو لیدنو کې روسي کمپنیو ته بلنه ورکړ شوه، چې افغانستان ته راشي، د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي، د افغانستان برښنا شرکت سره تخنیکي ناستې ترسره او د برښنا انرژۍ سکټور د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت رهبرۍ پلاوي روسیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال د یاد هېواد د برښنا د یو شمېر مهمو او معتبرو تولیدي او تخنیکي کمپنیو له رهبریو سره لیدلي دي.

په دغو لیدنو کې روسي کمپنیو ته بلنه ورکړ شوه، چې افغانستان ته راشي، د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي، د افغانستان برښنا شرکت سره تخنیکي ناستې ترسره او د برښنا انرژۍ سکټور د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.

د ترسره شوي تفاهم له مخې؛ روسي معتبرې کمپنۍ به د افغانستان له برښنا شرکت سره د برښنایي شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او همدارنګه د برښنا انرژۍ په نورو اړوند برخو کې همکاري وکړي او په دې برخه کې یې خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.

د دواړو لوریو ترمنځ د برښنا په بېلابېلو برخو کې هوکړو ته رسېدل د اوږدمهاله همکاریو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې روسي معتبرې او مهمې کمپنۍ خپلې تخنیکي ډلې افغانستان ته واستوي. د دواړو لوریو تخنیکي ډلې به د برښنا په اړوند برخو کې کار وکړي او د برښنایي ګډو پروژو د پلي کولو لپاره به لومړني ګامونه واخلي.

د افغانستان برښنا شرکت سره دا ډول همکارۍ کولی شي هېواد ته د دوامدارې برښنا د تأمین زمینه برابره کړي او په کور دننه به د برښنا تولید او شبکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!