Connect with us

تازه خبرونه

د پکتیا په وزې ځدرآڼ ولسوالي کې د وارداتي برښنا سبسټیشن جوړ شو

خپور شوی

د

د پکتیا په وزې ځدرآڼ ولسوالي کې د دېرش  میلیون ډالرو پر ارزښت د وارداتي برښنا سبسټیشن جوړ شو، چې د مسوولینو په خبره څلور ولسوالیو ته به برښنا ورکړي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی ويلي، د وارداتي برښنا د وېش په لړ کې يې د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسولي کې د دېرش میلیون ډالرو پر لګښت د برښنا سبسټیشن چارې بشپړې شوې، چې له دې سره به له یاد سبسټیشن حخه د وزې ځدراڼ، شواک، ګردې څېړۍ او د خوست دوه مندو ولسوالۍ سیدخېلو سیمې پېنځلس زره کورنیو ته برښنا ورکړ شي.

د پکتیا د اوبو او برښنا مشر انجینر نصرت مدت زي ویلي؛ په وزې ځدراڼ ولسوالیو کې د برښنا د ستنو نسبولو او مزي غزولو چارې په چټکۍ روانې دي او یوازې څو سلنه کارونه يې پاتې دي، چې په راتلونکیو پېنځلس ورځو کې به لومړی د دې ولسوالۍ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

د وزې ځدراڼ ولسوالي اوسیدونکي برښنا ته خوښ دي او له ولایتي ادارې غواړي، چې په دې ولسوالیو کې دې پوهنې، روغتیا او بیارغونې برخو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

د پکتیا په مرکز ګردیز کې خلک بیا پر برښنا ریاست نیوکه کوي، چې د وارداتي برښنا د وېش چارې سستې روانې دي او له ټاکلي وخت سره ، سره یې د مرکز اړوند کلیو ته برښنا نده رسولې، چې مسوولینو یې وړاندې د وسایلو د کمښت ستونزه یادوله.

 خبریال:  فریدالله احمدزی

تازه خبرونه

په کابل کې د دوحې بهیر د خصوصي سکټور درېیمه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت استازو د بهرنیو چارو، مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان بانک استازو ګډون درلود.

Published

on

په کابل ګرینډ هوټل کې د دوحې بهیر د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه په حضوري او انلاین بڼه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) پر کوربتوب ترسره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت استازو د بهرنیو چارو، مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان بانک استازو ګډون درلود.

پر دې سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو، نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو، سفیرانو، ډیپلوماټانو او د خصوصي سکټور کارپوهانو هم ګډون کړی و.

غونډه په دوه برخو کې ترسره شوه؛ لومړۍ برخه پر ودې او ګډون راوڅرخېده او په دوه‌یمه برخه کې پر همغږۍ او رڼښت خبرې وشوې.

د افغانستان اسلامي امارت استازو د امارت له واکمنېدا وروسته لاسته راوړنې او پرمختګونه وړاندې کړل او ګډونوالو د اړوند هڅو د ستاینې تر څنګ د خصوصي سکټور د ملاتړ او همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

په مسکو کې د افغانستان سفیر له افغان سوداګرو سره وکتل

د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم  ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.

Published

on

په روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې هېواد کې افغان سفیر ګل حسن حسن د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې شلمه ) په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او ځانګړي استازي ګل حسن حسن له روسیې میشتو افغان سوداګرو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم  ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.

ګل حسن حسن افغان سوداګر په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او دا یې د هغوی ملي دنده وبلله.

نوموړي افغان سوداګرو ته ډاډ څرګند کړ، چې سفارت د سوداګریزو چارو په برخه بشپړه همکاري کوي.

ویل کیږي، چې روسیې میشتو افغان سوداګرو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د اسلامي امارت له اړوند ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ويلي، چې د افغانستان په سرحدونو او د هند-پاکستان-افغانستان په منځنیو سیمو کې اوس هم ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي.

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

هغه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له هند سره د همکاریو د ترسره کولو لپاره د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

لاوروف ویلي؛ که څه هم د دې کنوانسیون مسوده مخکې چمتو شوې، خو تر اوسه یې د تصویب لپاره اجماع رامنځته شوې نده.

روسیې پر ځلونو د افغانستان له لوري د وسلوالو ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت بیا دا اندېښنې رد کړي او څرګندوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!