تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت: داسې کسان داخل کې شته چې ترهګرو ته آسانتیاوې برابروي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت وایی، ترهګر له ځینو نیمګوتیاو په استفادې خپل پلانونه عملي کوي. د مسوولینو په وینا، لا هم په مشفي او استخباراتي بنسټونو کې کمزورتیا شتون لري او دا د دې سبب کیږي چې زیاتره ترهګریزې پیښې کابو نه شي.

همداراز د ملي دفاع وزارت وایی چې د دښمن تحرکات ۱۳ سلنه زیات شوي دي.

په عامه ځایونو د وسلوالو مخالفینو بریدونه د هغوی نوی تاکتیک ګڼل کیږي. کورنیو چارو وزارت وایی، داسې کسان داخل کې شته چې ترهګرو ته آسانتیاوې برابروي؛ خو دا چې دوی کومو کړیو کې دي، روښانه ځواب نه ورکوي؛ خو مخکې له دې ویل کېدل چې نظام کې پنځم ستون د بې ثباتي عامل دی.

نجیب دانش  د کورنیو چارو وزار د ویاند د دفتر سرپرست ووېل: (ترهګر هېواد کې له شته خلاوو استفاده کوي. د ترهګرو په تحرکاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی هغه مساله ده چې ملي دفاع وزارت یې یادونه کوي).

دولت وزیري د ملي دفاع وزارت ویاند ووېل: خلک په حکومت نیوکه کوي چې د ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. همداراز کارپوهان هم دغه نیوکه پر ځای بولي.

Trending

Exit mobile version