تازه خبرونه

د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو لومړنی نوملړ خپور شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي: په ټولیزه توګه شپږ زره یو سلو پنځوس کسانو د ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو په توګه نومونه لیکلي، چې شپږ زره اتیا کسانو لومړني نوملړ ته لار موندلې؛ خو له درې سوه اته شپېته ولسوالیو څخه په دوه څلوېښت ولسوالیو کې هیڅوک نه دی حاضر شوي، چې ځان نوماند کړي. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد زیاتوي، چې اوس هم په یو شمېر ولسوالیو کې فرصت شته، چې د ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو په توګه نومونه ولیکي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي، چې اوس هم ټاکنې له ستونزو سره مخ دي، چې په وینا یې باید حکومت ورته د حل لار ولټوي.

د یادونې ده، چې په یو سل و شل ولسوالیو کې یوه میرمن هم د نوماندانو تر منځ نه تر سترګو کیږي.

خبریاله: یلدا درویشي

Trending

Exit mobile version