Connect with us

تازه خبرونه

د ولسي جرګې د ټاکنو نه څارنه به ټاکنو ته قانوني او ټولنیز زیان واړوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، چې د څارونکیو لخوا د ولسي جرګې د ټاکنو نه څارنه به دغه بهیر ته قانوني او ټولنیز زیان واړوي.

که څه هم تر اوسه د رای شمېرلو بهیر روان دی او په دې اړه دا ډول خبرې له وخت مخکې دي.؛ خو ځینې نوماندان د خپلو څارونکیو د معلوماتو په پربنسټ ځانونه ګټونکي یادوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنرحفیظ الله هاشمي وایي، د ټاکنو له پایلو مخکې د نوماندانو لخوا د بریالیتوب اعلان خیالي خبرې دي.

هغه زیاتوي؛ یوازې په کابل کې ۸۰۲ او په ټول افغانستان کې ۲۵۵۶ نوماندان لرو، چې دا ټول ڼانونه بریالي ګڼي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، د څارونکیو لخوا نوماندانو ته ناسم معلومات ټاکنیزه درغلي ده او دا بهیر به له ننګونو سره مخ کړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید وایي: دغه آوازې ټاکنیزې سرغړونې دي؛ ناظران د باور د تر لاسه کولو لپاره نوماندانو ته معلومات ورکوي.         

مدني فعالان وایي، کاندیدان؛ ځکه ځانونه ګټونکي بولي، چې د رای ورکولو پر مهال یې د خلکو ګڼه ګوڼه لیدلې ده.

مدني فعال سمیع دره یي وایي؛ دا دلیل کیدی نشي، چې په ټاکنو کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه؛ نوماندانو به د بریالي کیدو فکر کړی وي.                 

ځینې باوري دي، چې د ولسي جرګې ټاکنو ته د نومانده کیدو شرایط آسان ولیدل او زیات کسان وتوانیدل، چې ځانونه نوماند کړي.

د ولسي جرګې د ټاکنو نوماند هاشمي وایي، چې د نوماندۍ لپاره معیارونه ډېر ټیټ ول؛ هر چا په آسانه ځان نوماند کړ.      

د مهالوېش له مخې؛ ټاکل شوې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایله د لړم میاشتې پر نولسمه نېټه اعلام شي؛ خو باور کیږي، چې اوسنیو ستونزو ته په کتو به ممکن د ټاکنو د پایلو اعلام وځنډیږي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!