سیمه ییز خبرونه
د ننګرهار د مرکز داکترانو او درمل پلورونکیو کار بندیز کړی
په ننګرهار کې د دولتي او خصوصي روغتونو داکترانو او درمل پلورونکیو د غلا، انسان تښتونو او نا امنیو له کبله کار بندیز کړی.
د جلال آباد ښار داکتران او درمل پلورونکي، چې د ښار د روغتیا په مارکت او ولایتي شورا کې د احتجاج په توګه په ډاګه کړه، چې د غلو، انسان تښتوونکیو او مفِسدو چارواکو له کبله یې سر او مال له خطر سره مخ دی او کار نه شي کولی.
د داکترانو د اتحادیې مرستیال داکتر حبیب الله فرهمن وايي، په تېرو درې اوونیو کې، له جلال آباد ښار څخه درې داکتران تښتول شوي؛ په دوه درمل پلورنځيو کې چاودنې شوي، د دوه داکترانو وروڼه وژل شوي او لس نورو ته د پیسو پر سر د مرګ ګواښونه شوي.
د درمل پلورونکو د اتحادیې مشر داکتر نجیب الله صاحبزاده وایي، مسوولین خپله له دغه حالته اندېښمن دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مرکزي حکومت باید د خلکو اندېښنو ته منسب ځواب ووایي.
د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لال محمد دُرانی د داکترانو کاربندیز پرځای کار بولي او وايي، په ننګرهار کې ناامنۍ او فساد له پولو اوښتی.
د ننګرهار امنیه قومندان امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي مني، چې تښتونې، غلا او هدفي وژنې زیاتې شوي؛ خو څرګندوي، چې د وضعیت د بهبود لپاره شپه او ورځ کار کوي.
دمګړۍ جلال آباد کې د ټپیانو له درملنې پرته نور ټول طبي خدمات په ټپه ولاړ دي، چې ګڼې ستونزې يې پیدا کړي.
دوی د سر او مال خوندیتوب غواړي او وايي، ترهغې، چې حکومت کلک تظمین ور نه کړي، کار بندیز نه ماتوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ سوداګرو هم د تښتونو او غلاوو په غبرګون کې کاربندیز کړی و.
خبریال: زیارمل