تازه خبرونه

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې ناڅرګندو وسلوالو یو کس پر ډزو وژلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

نن له غرمې وروسته څلور ناپېژانده وسلوالو د جلال آباد ښار د دوسرکې په څلورلاري کې یو کسو، چې پر موتر سایکل سپور و پر ډزو وژلی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، څرګنده نه ده، چې وژل شوی کس څوک دی؛ خو قاتلین له سمې پر تېښته بریالي شوي دي.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې دغه راز وژنې زیاتې شوي دي.

Trending

Exit mobile version