Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوی په ۳ ورځني سفر کابل ته راغلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت چارواکو په ډاګه کړې، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې نیکي هیلي په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړیو هېوادونو استازي کابل ته راغلي دي.

ویل کیږي، چې دغه لوړ پوړي چارواکي به د ملي وحدت حکومت له مشرانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له رییسانو او د ټاکنو کمیسیونونو له مشرانو سره لیدنه وکړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو دا پلاوی به د افغانستان او پاکستان امنیتي او سیاسي حالت وارزوي.

دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لومړنی جګپوړی پلاوی دی، چې افغانستان ته په درې ورځني سفر راځي.

کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لوړ پوړي پلاوي له راتګ سره سم د ښاریانو پر مخ ارګ ته ورغلې لارې او شاوخوا سړکونه تړل شوي دي.

د سړکونو تړلو نه یوازې ترافیکو ته خنډونه پیدا کړي، بلکې ښاریانو ته یې بېلا بېلې ستونزې هم رامنځته کړې دي.  

د کابل ښار د ترافیکو مدیریت  په پلازمېنه کابل کې د روانې ګڼه ګوڼې او ځوږونو له کبله له خلکو په داسې حال کې بښنه غوښتې، چې د ترافیکو یوه برخه کورنیو چارو وزارت ښاروالۍ ته سپارلې ده.

تازه خبرونه

بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلام‌آباد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلام‌آباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.

احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.

هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.

هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل 

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.

 د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت‌آباد ولسوالیو کې راوتلي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.

ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي. 

Continue Reading

تازه خبرونه

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.

دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.

د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې له‌خوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.

په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!