تازه خبرونه
د طالبانو او امریکایانو د خبرو ودریدل باید د تاوتریخوالي د ډېریدو سبب نشي- ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو ودریدل باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېریدو سبب نشي.
له طالبانو سره د امریکا لخوا د خبرو له لغو کیدو وروسته واشنګتن ویلي، چې په افغانستان کې جنګیږي او طالبان هم ورته خبره کوي.
ملګري ملتونه دواړو خواوو ته وایي، د مذاکراتو لغو کېدل باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب نشي.
د ملګرو ملتونو د ټولنې سرمنشي ویاند استفان دوجاریک وایي؛ مونږ هیله لرو، چې د واشنګتن او طالبانو د خبرو اترو ځنډیدل په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب نشي؛ خبرې اترې په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسیدو د حل یوازنۍ لار ده او د ښکېلو خواوو د غوښتې په صورت کې مونږ له هغوی سره مرستو ته تیار یو.
دا، چې آیا اوس هم طالبان او امریکا اړیکې لري؟
په دې اړه د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، د امریکا له استازیو سره د دوی اړیکې روانې دي او له واشنګتن سره یې د هوکړه لیک د لغو کیدو په تړاو سپیناوی غوښتی او څرګندونو ته یې په تمه دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي؛ دواړو خواوو د هوکړه لیک ترلاسلیک پورې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره هیڅ راز ژمنه نه درلوده او ټاکل شوې وه، چې له لاسلیک وروسته یې تاوتریخوالی کم شوی وای.
د امریکا د دفاع پخواني وزیر جیمس متیس ویلي، که طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړې وای؛ دوی دې ډلې سره کومه ستونزه نه درلوده، خو د هغه په وینا، طالبانو پرېکړه وکړه، چې له القاعده ساتنه وکړي او ور سره اړیکې وساتي.
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر جیمس متیس وایي: ۹۱ هېوادونو طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې که له القاعده سره اړیکې پرې کړي؛ ور سره کومه ستونزه نلري. ولسمشر بوش، ولسمشر اوباما او ولسمشر ترمپ طالبانو ته دا وړاندیز وکړ؛ خو طالبانو رد کړ. زه ډېر حیران شوم، چې دې ځای ته را ورسیدو.
د امریکا جمهوري غوښتوونکی سناتور لیندسي ګراهام ویلي، څو پورې، چې طالبان خپل چلند بدل نکړي؛ له دې ډلې سره د سولې خبرې نکیږي.
په دې حساب به د افغانستان جګړه ترناڅرګند وخت پورې روانه وي؛ خو د ملګرو ملتونو ټولنې دا هم په ډاګه کړې، چې د ښکېلو خواوو د غوښتنې په صورت کې دا ټولنه چمتووالی لري، چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې همکاري وکړي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ