تازه خبرونه
د هېواد د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه ونمانځل شوه
ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني د آزادۍ پر څلي د خپلواکۍ د ورځې او دهغو شهیدانو د درناوي په ویاړ د ګلانو ګیډۍ کېښوده، چې د هېوادنۍ خپلواکۍ لپاره یې سرښندنه کړې ده.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ( د زمري ۲۸) د دفاع وزارت د ننه په هغو مراسمو کې ګډون وکړ، چې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د شاه امان الله لور شاهدخت هندیې، د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق، دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کابینې وزیرانو او بهرنيو دیپلوماتانو ګډون کړی و.
د افغانستان پخواني پاچا غازي امان الله خان ۹۹ کاله وړاندې پر همدې ورځ له انګریزانو د خپلواکۍ اخیستو اعلان وکړ.
د سږ کال د خپلواکۍ نمانځلو مراسم هغسې نه وو لکه پخوا به، چې خلکو نمانځغونډې جوړولې؛ خو اوس د دغو لنډو نمانځلو دليل ناامني ښودل شوې ده.
لس کاله وړاندې کله، چې د مجاهدينو د بري د ورځې په نمانځغونډه بريد وشو او درې تنه په کې ووژل شول، د دغو غونډو نمانځل رالنډ شول.
له ننه پوره ٩۹ کلونه مخکې د افغانستان او بریتانوي ښکېلاک د استازیو تر درې پړاويزو خبرو اترو وروسته د افغانستان د خپلواکۍ لاسوند او سند په راولپینډۍ کې د افغانستان د هغه وخت د بهرنيو چارو د وزير محمود طرزي او برتانوي استازي دابس له خوا لاسليک شو.
له دې وروسته امان الله خان پاچا د پلازمېنې کابل خلک او حکومتي کارکوونکي عيد ګاه جومات ته ور وبلل او د افغانستان د خپلواکۍ زېرى يې پرې وکړ، ورسره جوخت بریتانیا هم د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژندله.
له کلونو کلونو راپدیخوا د زمري( اسد) ٢٨ نېټه د افغانستان په کليز کې عامه رخصتي وي، د جګړو له کلونو مخکې دا جشن په خورا ښو، زړه راکښونکیو او شاندارو مراسمو نمانځل کیده.
رسنيو او په ځانګړي ډول په فېسبوک کې افغان وګړیو د انځورونو، شعرونو او پيغامو په خپرولو دا ورځ د بلې هرې ورځې په پرتله په پراخه کچه نمانځلې او نمانځي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ