Connect with us

تازه خبرونه

د هېواد ملي ګټې باید پر سیاسي او سلیقوي چلند زیانمنې نشي- عبدالله عبدالله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه رييس عبدالله عبدالله وايي؛ د هېواد بهرنی سیاست د هېواد ملي ګټې دي، چې د سیاسي او سلیقوي چلند له کبله باید زیانمنې نشي.

تېره اوونۍ واشنګتن ته د خپل سفر په بهیر کې، ښاغلي محب له طالبانو سره د متحده ایالاتو خبرو ته په نغوته کې وویل: مونږ نه پوهيږو، چې څه روان دي. د امریکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد افغان حکومت په تياره کې ساتلی دی.

له دغو خبرو دوه ورځې وروسته اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وویل، چې ملي ګټې د دولتي چارواکو لپاره ترټولو لوړ ارزښت لري او دا باید په بهرنیو پالیسي کې لومړیتوب ولري.

ښاغلي عبدالله د افغانستان د ملي امنیت شورا د مشر حمد الله محب د تېرې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان بهرنی سیاست اماتوره مسئله نده، چې څوک یې په خپل جیب کې وګرزوي.

دغه راز ښاغلی عبدالله له نړیوالې ټولنې سره د متقابل احترام او اړیکو ساتو غوښتونکی شو.

په ورته وخت کې د افغانستان یو شمېر سیاسیونو د ملي امنیت شورا د مشر پر وروستیو څرګندونو نیوکې کړي او وایي، چې هغه باید په اوسني سیاسي پړاو کې امریکا ته تندې خبرې نه وې کړې.

د افغانستان د اسلامي نهضت ګوند مشر سیداسحاق ګیلاني ویلي، زما په اند د دغو خبرو اړتیا نه وه؛ زه یې ډېر نه ملامتوم؛ ځکه د افغانستان حکومت ډېر بې خبره پاتې شوی او حق لري، چې څه نا څه خپل غږ پورته کړي، خو دا، چې مونږ د سولې پر لوري روان یو دا مونږ ته د خیر یو کار دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر سید مخدوم رهین وایي، چې ښاغلی محب دغه مقام ته ډېر ځوان دی او په بهرنیو چارو کې له لوړې سیاسي پوهې هم برخمن ندی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ هیل د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محب ته يادونه وکړه، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد د بهرنیو چارو وزیر استازی دی او پر زلمي خليلزاد بريدونه پر بهرنيو چارو وزارت بريدونه ګنل کېږي او يوازې د دوه اړخيزو اړيکو او سولې بهير پر وړاندې خند جوړوي.

له هغې وروسته، چې امریکایي چارواکو د ښاغلي محب پر څرګندونو غبرګون وښود؛ نو د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر په خپل یو تویت کې په ډاګه کړه، چې حکومت او خلک له امریکا سره د اړیکو پر ارزښت ښه پوهیږي او په ځانګړي توګه له امنیتي ځواکونو سره له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!