تازه خبرونه

د هېواد په درې سترو پوهنتونو کې زدکړیالان سخت دریځۍ ته هڅول کیږي- څېړنه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د یوې څېړنې له مخې؛ د افغانستان په پوهنتونو کې د اسلامي سیاسي نظام په اړه درسونه او لکچرونه، زدکړیالان سخت دریځۍ ته هڅوي.

دغه څېړنه د افغانستان په  کابل، هرات او ننګرهار پوهنتونونو کې د اسلامي سیاسي نظام د تدریسي توکو او لکچرونو په اړه تر سره شوې، چې په کې ۳۷۳ زدکړیالان او د ثقافت د دیپارتمنت اته ښوونکي پوښتل شوي دي.

د دغې څېړنې پایلې ښيي، چې دغه تدریسي توکي زدکړیالان سخت دریځۍ ته هڅوي.

څېړونکی رامین کمانگر وایي: هغه زدکړیالان، چې دا درسونه او لیکچرونه اوري ورته د منلو وړ کیږي او په عمل کې له سخت دریځو مخالفانو سره د استدلال ځواک بایلي. دغه راز څېړنه ښیي، چې مونږ لدغې سخت دریځۍ سره مخ شوي یو. روښانه بېلګه یې د لوړو زدکړو په بنسټونو کې لیدل کیږي، چې ورځ تر بلې ځواکمنه کیږي.    

د څېړنې په پایله کې راغلي؛ څوارلس په سلو کې پوښتل شویو زدکړیالانو ویلي، چې اوسنی نظام اسلامي ندی او پنځوس په سلو کې نورو پوښتل شویو اوسنی نظام تر یوه بریده اسلامي ګڼلی دی.

دغه راز شپږ دېرش په سلو کې پوښتل شویو کسانو په افغانستان کې د اسلامي خلافت غوښتنه کړې او دوه ویشت په سلو کې بیا اوسنی غوښتي، چې اوسنی نظام باید، پر خلافت اسلامي، امارت اسلامي او یا هم  پر فقهي نظام بدل شي.

د پوهنتون استاد ویلي، چې اسلامي خلافت سخت دریځۍ ته لار نه اواروي.

د پوهنتون استاد عبدالمتین شهیدي  وایي: کله، چې له اسلامي خلافته خبرې کوو؛ دا د چا او یا کوم فرد ځانګړی اند ندی، چې پر افراطیت یې تورن کړو، بلکې دا د ټولو مسلمانانو هیله ده، چې باید اسلامي خلافت ولرو. البته د اسلام د اسلامي خلافت او د مخالفانو د اسلامي خلافت تر منځ توپیر شته دی.  

په دې نظر پوښتنه کې دیني څېړونکي وايي، چې په کار ده په پوهنتونو کې دا ډول حالت بدل شي او د ده په ټکو زدکړیالان له سخت دریځۍ را وګرځول شي.

لیکوال او څېړونکی حفیظ منصور وایي: مونږ باید د سخت دریځۍ له لوستنې تېر شو او جوړوونکيو زدکړو ته زمینه برابره کړو.

لدې مخکې هم ویل کیدل، چې په پوهنتونونو کې سخت دریځۍ او افراطیت ته لمن وهل کیږي.

خبریاله: دیانا صمدي

 

Trending

Exit mobile version