تازه خبرونه

د نړیوالې ټولې نه لاسوهنه او د حکومت ښه مدیریت رڼې ټاکنې رامنځته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایی پروګرام رییس وایي، زما په نظر په ټاکنو کې بریا دا ده، چې د نړیوالې ټولنې لاسوهنې بندې او د مدیریت په برخه کې یې چارواکي رڼې او معتبرې ټاکنې ولري او د خلکو غږ په کې انعکاس ومومي.

هغه زیاتوي؛ زه فکر کوم، چې د مخته تګ لپاره کوم کار، چې مونږ د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیایی پروګرام له لوري کولی شو، له دولت او له ټاکنیزو خپلواکو کمیسیونونو ملاتړ دی، چې خپله په یوازې سر او د نړیوالې ټولنې له هر ډول لاسوهنې پرته په دې کار کې اقدام وکړي. په ځانګړې توګه له تخنیکي او لوژیستیکي پلوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیایی پروګرام رییس داگلاس کي د هېواد د امنیتي ستونزو د له منځه وړلو لپاره یوه حل لاره ستونزمن کار بولي او وایي؛ زه فکر کوم، چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ساده حل لارې شتون نه لري او دا مهال دغه مساله پیچلې ده.

د نوموړي په خبره؛ هر څوک له دې سره موافق دی، چې هره حل لار واقعي مشارکت او اعتماد جوړونه ده، د افغانستان د دولت او د سیمې هېوادونو په منځ کې  ګاونډي هېوادونه او دغه راز زیاتره  ستر مرستندویان له سیاسي پلوه فعال هېوادونه دي،  چې د افغانستان په سوله کې پراخې ګټې لري.

د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیایی پروګرام رییس دا ټینګار هم وکړ، چې فساد ډېر مرګونی دی او ورسره مبارزه کولی شي د زیاترو ژوند وژغوري او دغه راز د افغانستان پر امنیت او ثبات هم د پام وړ اغیز وکړي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version