تازه خبرونه

د پولیسو د تقاعد طرحه به په پسرلي کې پلې شي- نجیب دانش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځوانیدو په موخه پر یو پلان کار کوي، چې له مخې به یې لوړ عمره جنرالان تر راتلونکي پسرلي تقاعد شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش آریانا نیوز ته زیاته کړې، چې دغه طرحه به د ډاډمنو اصلاحاتو او د پولیسو د ځوانیدو لامل شي.    

د کورنیو چارو وزارت د دغې طرحې په اړه پخواني پوځيان بېلا بېلي انګیرنې لري؛ ځینې دغه کار په اوسنیو شرایطو کې مناسب نه بولي؛ خو ځیني وایي، چې د تازه جنرلانو په راتلو به افغان ځواکونه ښه روحیه واخلي.

د کورنیو چارو وزارت د دې طرحې خبر په داسې حال کې خپریږي، چې ملي دفاع وزارت دوه اوونۍ مخکې د عمر د لوړوالي پر لامل د ملي پوځ ۱۶۲ جنرالان تقاعد ته سوق کړي دي.

هغه مهال هم د ملي دفاع وزارت دغه اقدام له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور پر دې طرحې نیوکې کړي او وایي، چې له وسلوال پوځ څخه د مجاهدینو لیرې کول د دغه کار ستره موخه ده.

خبریاله : لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version