تازه خبرونه

د هلمند په ناوه کې ۲۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یوه امنیتي باوري امنیتي سرچینه وايې، تېره شپه د ناوي ولسوالۍ مرکز ته نږې وسلوالو طالبانو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې په کې۱۲ پولیسو وژل شوي، چې دری په کې د پوليسو د ځانګړي ځواک  اړوند دي.

د سرچيني په وینا؛ نهه سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د هلمند والي حیات الله حیات هم په یاده سیمه کې پېښه مني؛ خو وايې، چې هلته پېنځه پولیس او ۱۷ وسلوال طالبان وژل شوي، چي څلور طالبان او درې پوليس ټپیان دي.

هغه زیاتوي، سيمي ته نور مرستندوی سرتېري رسیدلي، چي اوس امنيت د ډاډ وړ او د وسلوالو طالبانو بريد پر شاه تمبول شوى دى.

والي والي په ډاګه کړې، چې په دې وروستيو کي وسلوالو طالبانو خپل ځواک له لاسه ورکړى او د امنيتي ځواکونو پر وړاندي مقاومت نشي کولى؛ ځکه، نو د ناوې ولسوالۍ ډېرې سيمي له طالبانو پاکې شوې دي.

د ناوي ولسوالۍ په اړه طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي،  تېره شپه د ناوي ولسوالۍ په مرکز کې د طالب څلور لارې  دوه پوستې نیول شوي، ۲۵ سرتېري وژل شوي، دری هاموي دوه موتره ۱۱ میله وسلې، مخابري او ګڼ نور تجهیرات  تر لاسه شوي دي.

دولتي مسوولين د طالبانو دغه ادعا بې بنسټه بولي .

خبریال: بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version