تازه خبرونه
د ټاکنو کمیسیون برخلیک ناڅرګند دی
تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوي کمیشنر د معرفي لپاره یوه مشخصه مرجه نه ده روښانه شوې.
ولسمشرۍ ماڼۍ له اړوندو بنسټونو غواړي چې د ټاکنو کمیسیون غړیتوب ته کاندید معرفي کړي؛ خو اړوند بنسټونه معلوم نه دي چې کوم دي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایی، ولسمشر غواړي چې د غوراوي کمېټه بیا جوړه شي، په داسې حال کې چې د قانون له مخې، د ټاکنو کمېسیون لپاره نوی غړی باید د غوراوي له پخوانۍ کمېټې وټاکل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د کمیسیون د غړو په وړاندیز او د ولسمشر په تایید له دندې لرې کړای شو؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مبهم برخلیک به څه وي؟ ولسمشرۍ ماڼۍ له اړوندو بنسټونو غواړي چې د کمیسیون لپاره نوی غړی ور معرفي کړي؛ خو دا چې اړوند بنسټونه کوم دي، نه ولسمشرۍ او نه هم اجراییه ریاست روښانه ځواب لري.
جاوید فیصل د اجرایی رییس د ویاند مرستیال اریانیا نیوز ته وویل: “د ولسمشر په فرمان کې هر څه روښانه دي باید مسوول بنسټونه نوماند د ټاکنو کمېسون ته معرفي روښانه کاندي”
د ولسمشرۍ ماڼۍ اشاره اړوندو بنسټونو ته هماغه د غوراوي کمیټه تعبیر شوې؛ خو د غوراوي کمیټې د پخوانیو غړو په وینا، دغه کمیټه فعالیت نه لري او ولسمشر دې د ټاکنو د نوي قانون له مخې د غوراوي له پخوانۍ کمیټې یو تن د ټاکنو کمیسیون د نوي کمیشنر په توګه وګماري.
همداراز یوسف رشید د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ رییس ووېل: “ولسمشر غواړي چې یو ځل بیا د ټاکنو کمېټه رامنځته کړي چې دا په اصل کې د قانون خلاف دی ؛ نو باید له مخکني نومړل څخه یو کمېشنر وټاکل شي”.
بل خوا سیاست وال یوازي د ټاکنو کمیسیون د رییس ګوښه کول کافي کار نه بولي؛ بلکې وایي چې کمېسیون دې لغوه شي او د رڼو ټاکنو لپاره دې کمیسیون کې نوې څېرې په کار پیل وکړي.
ستار مراد د اقتصاد پخوانی وزیر اریانا نیوز ته وویل: “کمېسیون باید لغوه شي او د رڼو ټاکنو له پاره دې کمېسیون کې نوې څېرې وټاکل شي؛ خو د نړیوالې او سیاسی احزاب په شتون کې.”
تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رییس د ګوښه کېدو دلیل نه دی روښانه شوی، له دې کبله د نجیب الله احمدزي د ګوښه کېدو پریکړه د ټاکنو قانون د ۱۶ مادې خلاف ګڼل کیږي.
احمدزي ولسمشرۍ ماڼۍ تورنه کړې چې د کمېسیون په چارو کې مداخله کوي.