تازه خبرونه
رضا رفعت په کانکور ازموینه کې لومړی ځای خپل کړی
د ۱۳۹۵ ل کال د کانکور په ازموینه کې لومړی شوی رضا فکر کوي، چې د کورنۍ غربت او فقر ته یوازې د خپل تحصیل له لارې پای ورکولی شي. د رضا پلار په کابل ښاروالۍ کې د صفاکار دنده لري او په کرایي کور کې اوسیږي.
د کابل ښار د لویدیځ په کږو وږو لارو او کوڅو کې هغه زلمی اوسیږي، چې د دیارلس سوه پېنځه نویم کال د کانکو په عمومي ازموینه کې یې تر ټولو زیاتې نومرې وړي او بریالی شوی دی.
رضا رفعت د کار له مناسبو فرصتونو سره سره په درس او زدکړې تمرکز وکړ. ان تر دې، چې لیدلی خوب یې رښتیا شو.
رفعت د ښوونځي تر څنګ غالۍ اوبدلې او د شپې یې څلور ساعته خوب کاوه. رضا تر اوسه ګرځند (مبایل) نلري او په ټولنیزو رسنیو، فیسبوک او نورو کې هم نه دی فعال.
د کانکور ازموینې اول نومره رضا رفعت وایي؛ هره ورځ، چې له کاره به خلاص شو، ښوونځي ته به تلم، بیا به د شپې تر یوې نیمې دوه بجو به مې درس لوست. هیڅ شی؛ که انسان هڅه وکړي، مخه یې نیولی نشي.
هغه زیاتوي، په ژوند کې باید هر څوک موخه او هدف ولري.
د رضا مور د خپل زوی بریا ته خوښه ده؛ خو سر له اوسه دې فکر وړې، چې د زوی تحصیل ته به پیسې له کومه کوي؟!
د رضا رفعت مور وایي، خپله یې ډېرې هڅې وکړې، چې درس ووایي او مونږ له دې بدبختیو وباسي.
پلار یې له شنه سهاره تر مازیګره په کابل ښاروالۍ کې د پاکارۍ دنده پر مخ بیايي او د میاشتې شپږ زره افغانۍ معاش تر لاسه کوي.
د رضا پلار عوض وایي، په کرایي کور کې اوسیږم؛ د میاشتې یونیم زر کرایه ورکوم، ۵۰۰ افغانۍ د اوبو او برښنا بل ورکوم. پاتې څلور زره افغانۍ اووه کسانو ته څه دي؟
رضا په ځوانانو او زلمیانو غږ کوي، چې درس ولولي او هېواد له روانیو او ستونزو وباسئ.
خبریاله: لیدا نیازۍ
تازه خبرونه
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د افغانستان ستونزې “پېچلې” وارزولې او د ” بېلابېلو او څو اړخیزو حل لارو” په اړه یې ټینګار څرګند کړ.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې پرون (دوشنبه د غویی څلیریشتمه) خپره شوې؛ لیکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې ميرمن روزا اوتنبایوا له ډاکټر امیر عبداللهیان سره کتلي او خبرې کړې دي.
په دې خبرپاڼه کې د ایران بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې لیکل شوي، چې: د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا د هدفي لاسوهنو غځېدا به د دغه هېواد حالات نور هم پېچلي کړي.
نوموړي ویلي: د افغانستان ستونزې پېچلې دي؛ نو اړينه ده، چې پر څو اړخيزو حل لارو غور وشي.
دا غونډه د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې جوړه شوې، چې د دوحې له لومړۍ او دوهیمې ناستې وروسته به د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو پر کوربتوب جوړه شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې رورا اتونبایوا د امیر حسین عبداللهیان سره د دوحې د درېیمې غونډې په اړه سلامشورې او د نظر تبادله وکړه.
میېرمن اتونبایوا د ایران د حکومت او خلکو له میلمه پالنې او د هغوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره له ترسره شویو هڅو د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د نړیوالې ټولنې پر بېتفاوتۍ نیوکه وکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازې په افغانستان کې د حالاتو پېچلتیا او د پرمختګونو بهیر تائید کړ او د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره د سیمهییزو فعالانو د بېلابېلو دریځونو پر همغږي کولو یې ټینګار وکړ.
اتونبایوا د ایران د سیمهییزو نوښتونو د اهمیت پر ارزولو د ګاونډیانو د غونډې په چوکاټ کې د ایران د سیاسی هڅو هرکلی وکړ.
دغه راز د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له میرمن اوتنبایوا سره په جلا کتنه کې د افغانستان او سیمې واقعیتونو ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د دوحې د درېیمې غونډې د نېټې او د هغې د اجنډا په اړه څه ول شوي ندي؛ خو د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل، چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د دې ټولنې پرېکړه ده، اړینه برخه وي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د افغانستان لپاره د یوناما تر څنګ د بل استازي ټاکل د وخت اړتیا نه بولي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان او پېنځه نورو هېوادونو د رايې ورکولو حق لنډمهالی ځنډولی دی.
دې ټولنې په اوبپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان دې ټولنې ته د کلني غړیتوب حقالعضویت له پامه غورځولی دی.
دا خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم تائید کړی دی.
دې ټولنې دا هم ویلي، چې د دې ټولنې د منشور د ۱۹ مادې له مخې: هر هغه غړي هېواد، چې د دوه کلونو یا له دې د ډېر وخت لپاره د غړیتوب حقالعضویت سپارلی نهوي؛ د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې کیږي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره د غړیتوب حقالعویت ندی ورکړې له همدې کبله د دې ټولنې پوروړی دی.
د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی حق العضویت دوه میلیون ډالره دی.
د راپورونو له مخې؛ له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب کلنی حقالعضویت د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرې کاوه.
د ملګرو ملتونو په اوبپاڼه کې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ افغانستان، اکواډور، کومورس، وینزویلا، سومالیا او ساو تومه هغه هېوادونه دي، چې له دوه کلونو پر تېرېدو یې هم د غړیتوب حقالعضویت ندی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ټولنې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د افغانستان د لنډمهالي حکومت یا اسلامي امارت د نومول شوي استازي سهیل شاهین له منلو ډډه کړې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان سیلاب ځپلیو ته مو د مرستو چمتووالی نیولی – ټوماس ویسټ
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د افغانستان په بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستيو سيلابونو پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني څرګنده کړې ده.
ټوماس ویسټ د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه ) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا متحدین په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې رسوي.
دغه راز د افغانستان لپاره په قطر کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر هم ویلي: امریکا سیلاب ځپلیو ته د بېړنیو مرستو د جلبولو، د خپلو همکارانو له لارې د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له نورو سره یوځای کیږي.
د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا په بغلان کې د مرګوني سېلابونو راوتو ځايي اوسېدونکیو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د بغلان په دوه ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
-
تازه خبرونه3 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه15 hours ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه2 days ago
د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل
-
نړۍ19 hours ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی