تازه خبرونه
سبا ته د افغانستان، پاکستان او چین درېیمه ناسته ترسره کیږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې، چې د شنبې پر ورځ( د وږي ۱۶) په اسلام آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان درېیمه درې اړخیزه ناسته جوړه او تر سره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته به د دغو هېوادونو د سیاسي اړیکو، د افغانستان د سولې پر بهیر، امنیتي همکاریو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د اتصالي اړیکو پر پراختیا راوڅرخیږي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا ناسته به د پاکستان د استازي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ تر سره شي.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي صلاح الدین رباني او د چین په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د حکومت سلاکار وانګ یي ګډون ولري.
دا درې اړخیزه ناسته په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال د چین هېواد په بیجنګ کې د درې اړخیزه همکاریو د ودې، سولې، اقتصاد، سیاست او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره تر سره شوه. دوه یمه ناسته یې په کابل کې د امنیت د خوندي کولو، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل پر رامنځته کولو، سیمه ییزې همکاریو او د ترهګرو پر ضد د مبارزې پر لارو چارو د بحث لپاره جوړه او تر سره شوې ده.
تازه خبرونه
په کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
د سرچینې د څرګندونو له مخې: د دغه برید په غبرګون کې افغان امنیتې ځواکونو ځوابي برید وکړ؛ ٦ پاکستاني سرتېري یې وژلي او یو بل پوځي یې ټپي کړی دی.
تازه خبرونه
د بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور به د طبیعي ګاز پر کارولو د برښنا تولید ته دوام ورکړي او تولید شوې برښنا به د افغانستان برښنا شرکت له لارې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد د صنعتي ودې د ملاتړ لپاره ووېشل شي.
د بیات پاور شرکت له افغان ګاز شرکت سره د طبیعي ګاز د پېر او پلور قرارداد وغځاوه؛ دا هڅه د راتلونکو لس کلونو لپاره د ۴۰ میګاواټه برښنا د تولید زمینه برابروي.
د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور به د طبیعي ګاز پر کارولو د برښنا تولید ته دوام ورکړي او تولید شوې برښنا به د افغانستان برښنا شرکت له لارې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد د صنعتي ودې د ملاتړ لپاره ووېشل شي.
د جوزجان ولایت د افغان ګاز شرکت مسوولان وایي، چې دا شرکت د بیات پاور لپاره د اړتیا وړ ګاز برابرولو ته ژمن دی او له دې پروژې به هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د دې قرارداد ارزښت په دې کې دی، چې برښنا له کورنیو سرچینو تولیدېږي او د هېواد د انرژۍ د ځان بسیاینې په پیاوړتیا کې اړین رول لري.
د جوزجان د افغان ګاز شرکت رییس اختر محمد منصور ټینګار کړی، چې د دې پروژې لپاره د ګاز دوامداره تولید لومړیتوب لري.
له بلې خوا د بیات پاور د عمومي رییس مرستیال محمد اسماعیل ویلي، چې د دې قرارداد له غځولو سره به د طبیعي ګاز له لارې د برښنا تولید د راتلونکو لس کلونو لپاره دوام ومومي.
د بیات پاور د عمومي رییس مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي: ډېر خوښ یوو، چې نن له افغان ګاز شرکت سره د ګاز د پېر او پلور د قرارداد د غځېدا شاهدان یوو. لکه څنګه، چې تاسې پوهېږئ؛ بیات پاور شرکت له څو کلونو راپدېخوا په شبرغان کې له طبیعي ګاز څخه ۴۰ میګاواټه برښنا تولیدوي او دا برښنا د افغانستان برښنا شرکت له لارې وېشل کېږي. دا بهیر به د یاد قرارداد له غځېدا سره د راتلونکو لس کلونو لپاره دوام وکړي. همدارنګه د افغان ګاز شرکت او د هغې له رهبرۍ څخه مننه کول په کار دي.
بیات پاور شرکت په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې د افغانستان لومړنی خصوصي شرکت دی، چې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي. دغه برښناکوټ، چې په جوزجان ولایت کې موقعیت لري؛ د پرمختللې ګازي توربین پر کارولو دا مهال د سلګونو زره ګډونوالو لپاره برښنا برابروي او هر کال تر ۳۰۰ میلیون کیلوواټ-ساعت ډېره برښنا تولیدوي.
دا هڅه د کورني انرژۍ د تولید د پیاوړتیا، پر بهرنیو سرچینو د اتکا د کمولو او د هېواد د اقتصادي ودانیزو بنسټونو د پراختیا پر لوري اړین ګام بلل کېږي.
تازه خبرونه
د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې د پراخېدا په حال کې دي- نورالله نوري
نورالله نوري دغه راز ویلي، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې پهخپله خاوره د حاکمیت اجازه چا ته نهده ورکړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري نن( یکشنبه د غویي شپږمه ) په بلخ ولایت کې د اسلامي نظام د دفاع تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته ډاډ ورکړ؛ افغانستان په سیمهییزه او نړیواله کچه یو امن هېواد دی، چې سیاسي او اقتصادي روابط یې د پراخېدا په حال کې دي.
نورالله نوري دغه راز ویلي، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې پهخپله خاوره د حاکمیت اجازه چا ته نهده ورکړې.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان اقتصاد اوس قوي دی او اسلامي امارت د خپل کلک هوډ پر مټ په ډېرو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
هغه وویل: که څوک زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او یا هم پر افغانستان د تېري سوچونه وهي؛ له روس، انګرېز او امریکا څخه دې درس واخلي.
د ولسونو استازو او مخورو مشرانو د افغانستان اوسنی یووالی په تېرو ۴۵ کلونو کې بېسارې وباله او څرګندوي، چې خلک تر بل هر وخت پهدې نظام ډېر باور لري. د اسلامي امارت مشران له ختیځ او لویدیځ څخه نهدي راغلي، بلکې د دې خاوري اصلي بچیان دي.
یادو مشرانو یو ځل بیا وویل؛ دا نظام د ولسونو د زړه نظام دی او کوم کارونه، چې په دې لنډه موده کې ترسره شوي بېلګې یې په څو پېړیو کې لیدل شوې نهدي.
د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معین شیخ نور محمد حقاني تېر ٤٠ کلونه له کړاوونو ډک پېر وباله او د افغانانو د حوصلې او مېړانې ستاینه یې وکړه.
هغه ویلي؛ د اسلامي امارت له راتګ مخکې دلته د قومونو تر منځ اختلافات اوج ته رسېدلي وه، خو اوس ټول افغانان له متقابل درناوي برخمن دي.
د بلخ والي یوسف وفا هم غونډې ته ویلي؛ جمهوریت د بُن په کنفرانس کې پر افغانانو تپل شوی حکومت و، چې هیڅ قانون او تګلاره یې له ولسي ژوندانه سره اړخ نهلګاوه.
هغه ویلي: اسلامي امارت د خلکو له متن څخه انتخاب شوی نظام دی، چې د اسلامي شرعیت په رڼا کې د ولس هرې مشورې او نظر ته د قدر پر سترګه ګوري.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د یاد وزارت د وزیر پر مشري تللي پلاوي او د بلخ د والي ترڅنګ ولایتي مسوولانو، علماء کرامو، د خلکو استازو، زدهکړیالانو، ډاکټرانو او عامو خلکو ګډون کړی و.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
تازه خبرونه4 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
تازه خبرونه4 days agoولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا تر منځ د اوربند غځېدا
-
لوبی1 day agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
څار5 days agoڅار: په پاکستان کې د افغان کډولو د خپلسرو نیولو زیاتوالی
