Connect with us

تازه خبرونه

تاکل شوې، چې د ابوظبي ناسته به چارشنبه هم روانه وي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو او امریکایانو د استازیو تر منځ خبرې له تېرې ورځې څخه راپدیخوا روانې ساتل شوي او تاکل شوې، چې د ابوظبي ناسته به تر چارشنبې روانه وي.

په ابوظبي کې د امریکایانو، طالبانو، عربي متحده اماراتو او پاکستان د استازیو خبرې د دوه یمې ورځې لپاره هم د افغان اووه لس کلنې جګړې د پای پر لارو چارو روانې وې.

د دغو خبرو پر دوه یمه ورځ طالبانو څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي، ملکي تلفاتو، بیا رغاونې، شپږ میاشتني اوربند، لنډ مهاله ادارې، په واک کې د طالبانو پر شریکولو، د طالب بندیانو پرخلاصون، د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو پر لیرې کولو او نورو مواردو بحث او خبرې شوې دي.

د طالبانو یوه چارواکي رویترز ته ویلي، طالبانو د خلیلزاد د ۶ میاشتني اوربند وړاندیز منلی او دوی هم امریکا ته دوه وړاندیزونه لري؛ د لنډ مهالې ادارې مشر دې د دوی په خوښه وي او سعودي عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان باید د دې بهیر بشپړ ضمانت وکړي.

سیاسي فعال حسن حقیار وایي: دغه خبرې ډاډمنې روانې دي؛ په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د برخلیک، د دواړو خواوو د بندیانو، د طالبانو د سیاسي دفتر او دغه راز له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو په اړه د ډاډ وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.    

افغان حکومت وایي، د دوی دولس کسیز پلاوی ابوظبي ته رسیدلی، چې له طالبانو سره احتمالي پیلیدونکیو خبرو اترو ته تیاری ونیسي؛ خو طالب استازیو د حکومت له استازیو سره هر ډول خبرې رد کړې دي.

د اجرائیه رییس ویاند مجیب الرحمان رحیمي وایي: د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبرو ته له شرط پرته چمتووالی اعلام کړی او د همدې لپاره په ابوظبۍ کې اوسیږي.             

د پاکستان لومړي وزیر په خپل تویت کې څرګنده کړې، چې هېواد یې د ابوظبي ناستې ته لار اواره کړې او هیله ده، چې په دې ناسته کې د افغانستان د اووه لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لار پیدا شي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی عارف رحماني وایي: په افغانستان کې د سولې بهیر کوږ، نسکوره او ناروغه دی؛ ځکه، نو دا بهیر زمونږ په اند بریالی ندی.    

د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداماچی یاماماتو په امنیت شورا کې ویلي، چې د افغانستان د اووه لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅکله داسې فرصت نه و برابر شوی. یعنې د خبرو اترو له لارې د جګړې د حل لپاره په رښتیا زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

د افغانستان او قرغزستان وزیرانو د اقتصادي پراختیا غوښتنه وکړه

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ کابل ته د بلنې له منلو او سفر ستاینه وکړه.

Published

on

په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف پر اقتصادي او سوداګریزې پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ کابل ته د بلنې له منلو او سفر ستاینه وکړه.

د ناستې په بهیر کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د شته ظرفیتونو له په پام کې نیولو سره پر سوداګریز حجم زیاتولو، ځانګړو صادراتي توکو نښه کولو،  ټرانزیټي پراختیا او د ټرانزیټي تړونونو پای ته رسولو، بهرنیو او ګډو پانګونو راجلبولو، نندارتونونو، کنفرانسونو او سوداګریزو غونډو جوړولو او د ګډ کاري ګروپ منظم غونډو ترسره کولو بحث وکړ او خپل اندونه یې تبادله کړل.

د دواړو هېوادونو وزیرانو د پخوانیو هوکړه‌لیکونو پر پلي کولو؛ په ځانګړي توګه د افغانستان اسلامي امارت او قرغزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د لارې نقشه، چې افغان پلاوي د قرغزستان د سفر په لړ کې لاسلیک کړي؛ ټینګار وکړ.

دا غونډه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو د پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي

د بشري حقونو بنسټ د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغان وګړي په غیرقانوني ډول له بېلابېلو هېوادونو څخه د پاکستان، ایران، ترکیې او جرمني په ګډون ایستل شوي دي.

Published

on

د بښنې نړیوالې ټولنې د بشري حقونو د اندېښنو له مخې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې سمدستي دې  افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنېدا مخه ونیسي او د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې خپلې ژمنې ترسره کړي.

د بشري حقونو بنسټ د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغان وګړي په غیرقانوني ډول له بېلابېلو هېوادونو څخه د پاکستان، ایران، ترکیې او جرمني په ګډون ایستل شوي دي.

د بښنې نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دا جبري ستنېدا په داسې حال کې تر سره شوې، چې په افغانستان کې وضعیت د دوی پر ګټه ندی.

د راپور له مخې؛ د ښځو محدودیتونه، له ملګرو ملتونو او غیر دولتي بنسټونو سره د دوی پر کار بندیز او محرومیت په افغانستان کې له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه ده.

د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون ۳۳ ماده ښیي او ډاډ ورکوي، چې هیڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږل شي، چې دوی د شکنجې، غیر انساني چلند یا نه جبرانیدونکي زیان سره مخ وي.

د بښنې نړیوالې ټولنې زیاته کړې؛ افغان کډوال د بېرته ستنېدا په وخت کې له دوه اصلي ګواښونو سره مخ دي: د پخوانیو حکومتي چارواکو څارنه او ځورونه او د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي محدودیتونه. له جبري ایستل شویو کډوالو سره د مرکو له مخې؛ د امنیتي ځواکونو ډېری پخواني غړي او حکومتي چارواکي د غچ اخیستنې له وېرې نشي کولی خپلو ولایتونو یا پخوانیو استوګنځایونو ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو یوه پخواني راپور هم تائید کړې، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو پر وړاندې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده؛ ښځې او نجونې، د مدني ټولنې فعالان او پخواني دولتي کارمندان د تر ټولو زیان منونکو ډلو په توګه پېژندل شوي دي. سربېره پردې د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو جبري ستنېدا په هېواد کې روان بشري ناورین نور هم خراب کړی دی.

اسلامي امارت تل دا ډول راپورونه رد کړي او څرګندوي، چې د افغانانو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تضمین شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي؛ د ملګرو ملتونو افغان دفترونو ته د ښځینه کارمندانو له نه‌تګ څخه ۱۰۰ ورځې وروسته هم دا محدودیتونه پخپل حال پاتې دي، چې اړمنو خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو مخه نیسي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ ” لکه څنګه، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارمندانو د نه‌تګ له بندیز څخه ۱۰۰ ورځې تېرې شوې دي. مونږ له چارواکو غواړو؛ د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره دې ټول محدودیتونه لرې کړي، چې اړینې مرستې ټولو اړمنو کسانو ته ورسیږي.”

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي؛ د ملګرو ملتونو افغان دفترونو ته د ښځینه کارمندانو له نه‌تګ څخه ۱۰۰ ورځې وروسته هم دا محدودیتونه پخپل حال پاتې دي، چې اړمنو خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو مخه یې نیولې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ” لکه څنګه، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارمندانو د نه‌تګ له بندیز څخه ۱۰۰ ورځې تېرې شوې دي. مونږ له چارواکو غواړو؛ د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره دې ټول محدودیتونه لرې کړي، چې اړینې مرستې ټولو اړمنو کسانو ته ورسیږي.”

د خبرپاڼې د ټینګار له مخې؛ د ښځو او نجونو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض د افغانستان په ګټه ندی او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د ښځو پر وړاندې د بندیزونو سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې او څرګندوي، چې په بشري فعالیتونو کې د ښځو ګډون د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین دی.

ویل کیږي، چې د دغو محدودیتونو له غځېدا سره به د زیان منونکو ډلو لپاره د بشري مرستو او ژغورنې بهیر بشپړ زیانمن شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!